close
انځور: استول شوی

ننګرهار کې یو کس خپله وریندار وژلې

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت مرکز جلال اباد ښار کې یو کس خپله وریندار په ډزو وژلې ده.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې یادې میرمن ۲۸ کاله عمر درلود او پرون ماښام (جمعه، ١١ د تلې) د دغه ولایت مرکز جلال اباد ښار څلورمه ناحیه کې د خپل لیوره له خوا د توفنګچې په وسیله وژل شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې د وژل شوې مېرمنې خاوند اوسمهال په بهر یو اروپایي هېواد کې مسافر دی او مېرمن یې له دوو اولادونو سره له لیوره کره په یو کور کې اوسېده.

په سیمه کې یو بلې سرچینې د یادې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی یادوي.

سرچینه زیاتوي، چې وژل شوې مېرمن په اصل د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکې وه او دا مهال جلال اباد ښار کې اوسېده.

د یادونې وړ ده، چې له وژل شوې مېرمنې څخه دوه ماشومان هم پاتې شوي دي.

ننګرهار کې طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه پېښه داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې هم یاد ولایت کې ورته پېښې رامنځته شوي دي. طالب مسوولان تر ډېره د یادو پېښو اصلي لاملونه د نشه‌يي توکو کارول، کورني تاوتریخوالي او بې‌وزلي په ګوته کوي.