close

فراه کې د بازارونو سوړوالی؛ هټۍوال د کاروبارونو تړلو ته اړ شوي

د افغانستان په لوېدیځ کې پروت فراه ولایت چې له ایران سره ګډه پوله لري، د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې ډېر خلک یې د سوداګرۍ او کوچنیو کاروبارونو له لارې خپل ژوند مخته وړي، خو په دې وروستیو کې دغلته د فقر، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله خلکو د پېرلو توان له لاسه ورکړی او بازارونه په بې‌سارې توګه ساړه شوي دي. هټۍوال وایي، له یوې خوا د دوکانونو کرايې او مالیات ورځ تر بلې لوړېږي او له بلې خوا بیا د خلکو اقتصادي وضعیت دومره خراب شوی چې ان د اړتیا وړ خوراکي او ورځني توکي په سختۍ پېري او همدا لامل دی چې په بازارونو کې د پېرودونکو ګڼه ګوڼه په څرګند ډول کمه شوې او کاروبارونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

په دې ولایت کې ګڼ شمېر دوکانداران وايي، چې ورځني عایدات یې دومره نه دي چې کورني لګښتونه او د دوکانونو مصارف پوره کړي او له کبله یې ځینې اړ شوي چې خپل کاروبارونه وتړي. د دوی په وینا که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي د فراه د ښار په بازارونو کې د کوچنیو کاروبارونو د بشپړې ځوړتیا او تړل کېدو لړۍ لا نوره هم پراخه شي.

د فراه ښار په لومړۍ ناحیه کې د لوښو پلورونکی حمیدالله وایي، چې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د پېر او پلور بازار د تېرو کلونو په پرتله په بې سارې توګه کم شوی دی.

نوموړي وویل: «پخوا به د سهار څخه تر ماښامه په سودا اخته وو، د لسګونو مشتریانو غوښتنې به مو پوره کولې، خو اوس کله داسې ورځې هم راځي چې ماښام کور ته ځو د ورځې ټول عاید مو له ۲۰۰ افغانیو هم کم وي؛ خلک غریب دي د خپل د ضرورت توکو د رانیولو توان هم نه لري.»

حمیدالله زیاتوي، چې د میاشتې ۶۰۰۰ افغانۍ د دوکان کرایه ورکوي او سربېره پر دې د برېښنا بیل، د اوبو او نور لګښتونه هم پر ده درانه شوي او کله کله اړ کېږي د بل سوداگر یا ملګري څخه پور واخلي څو د دوکان کرايه ورکړي.

د عصمت الله په نوم یو بل دوکاندار چې د ټوکرانو هټۍ لري، وایي چې اقتصادي ستونزو له خلکو څخه د ګران بیه توکو د پیرلو توان اخیستی او حتا په ودونو او اخترونو کې ارزان بیه توکي غواړي.

ده وویل: «پخوا به خلکو د ودونو لپاره ښه ټوکران اخیستل، ځوانانو به د نوي کال او اختر لپاره ښه لباسونه رانیول، اوس ډېری کسان تر ټولو ارزانه ټوکر غواړي او هغه هم په قسطونو یا قرض، زه خپله د پنځو میاشتو څخه اویا زره افغانۍ پورونه لرم چې مشتریانو ته مې په قرض مال ورکړی، خو د پیسو د راټولولو هېڅ تمه نه لرم.»

دی زیاتوي، که وضعیت همداسې دوام وکړي ښايي د خپل دوکان دروازه وتړي او بدیل کار پسې لټه وکړي.

په دې وروستیو کې د فراه ولایت په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه شوې

په همدې حال کې د فراه ښار اوسېدونکي وایي، چې د دوی تر ټولو لویه ستونزه بېکاري ده او د طالبانو راتګ سره کاري فرصتونه محدود شوي او ګڼ شمیر خلک خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د فراه ښار اوسېدونکی حاجي میرویس فراهي وایي، چې په دې ښار کې زرګونه ځوانان بېکاره ګرځي او د کار نشتوالي له کبله یې کورنۍ په خورا سختو حالاتو کې ژوند کوي.

نوموړي وویل: «کله چې کار نه وي، پیسې نه وي، نو بازار ته به څوک څنګه راشي، د هټۍوالو ستونزه یوازې د دوی شخصي غم نه دی، بلکې دا د ټول ښار حالت دی، زموږ ځوانان یا په کور بیکاره ناست دي، یا د قاچاقي لارو ایران ته ځي، د کورنۍ د اړتیاوو پوره کول ورته لویه ستونزه ګرځېدلې ده ځکه په ښار کې هیڅ خواري نشته هر ځای بېکاري ده کارونه ټپ ولاړ دي.»

دغه راز فراهي ځوانان وایي، چې هیواد کې د کار نشتوالي له امله په قاچاقي لارو تر ایران رسیدلي، خو په وروستیو کې ایران پر افغان کارګرو ډېر محدودیتونه لګولي او زرګونه کسان بېرته هیواد ته راشړل شوي دي.

یو ځوان چې نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي په دې اړه وویل: «تر دې وړاندې په زرګونو ځوانان ایران ته د کار لپاره تللي وو، هغوی به د خپلو کورنیو لګښتونه له هماغې لارې پوره کول، خو اوس چې ایران افغانان بېرته شړي، دغه کسان بیرته بېکاره شوي دي.»

د سید احمد په نوم یو ځوان، چې څه موده وړاندې له خپلې دندې ګوښه شوی، وایي د بېکارۍ له امله یې هڅه وکړه ایران ته د کار لپاره ولاړ شي، خو هلته هم له ګڼو ستونزو سره مخ او بېرته راشړل شوی دی.

نوموړي وویل: «ایران ته مو قاچاقي تګ وکړ، هلته مو ډېرې ستونزې وګاللې، نه کار په اسانۍ پیدا کېده، نه هم پیسې په وخت راکول کېدې، اوس چې ایران افغانان په زور بېرته شړل، زما په ګډون یې زرګونه کاریګر فراه او نورو ولایتونو ته ستانه کړل، دا وضعیت د کورنیو لپاره ستر اقتصادي ناورین دی ځکه دلته هم د کار فرصتونه نشته.»

د فراه په ښارونو کې د بیکارۍ تر څنګ د دې ولایت د ولسوالیو ګن شمیر کروندګر بیا وایي، چې د کوکنارو پر کښت بندیز د دوی اقتصاد ته ضربه رسولې او له همدې امله په ښارونو کې خپل د ضرورت وړ توکي نه شي پیرلی او بازارونو کې راکړه ورکړه کمرنګه شوې ده.

د رحمت الله په نوم یو کروندګر په دې اړه وویل: «پخوا به مو د کوکنارو له فصل څخه د ټول کال مصرف پوره کاوه، اوس چې دا بند شوي، نه یوازې زموږ ژوند په قرضونو روان دی، بلکې د ښار بازارونه هم ساړه شوي دي، ځکه بزګرانو سره نغدې پیسې نشته.»

هټۍوال هم تاییدوي، چې د کوکنارو حاصل پر مهال به  بازارونه ګرم وو، خو له کله نه چې پرې بندیز لګیدلی د دوی کاروبارونه خراب شوي دي.

د هټۍوال په وینا، چې د خلکو د پېرلو توان دومره کم شوی چې ډېری کسان یوازې په قرض توکي اخلي، چې دا کار د دوی لپاره ستر اقتصادي زیانونه رامنځته کړي دي.

د سجاد په نوم یو دوکاندار وویل: «موږ اوس خپل مشتریانو ته په قرض سودا ورکوو، اکثره مشتریان مو وایي، چې اوس پیسې نه لرو، تر فصل اخیستلو وروسته یې درکوو، خو د اکثرو څخه درې څلور میاشتي وروسته هم پیسې نه اخیستل کېږي ځکه دا نور فصلونه دوی ته دومره ګټه نه کوي، نو خپل قرضونه نه شي خلاصولای چې اکثره وخت موږ د دغه قرضونو څخه د کاروبار پریښولو ته مجبوره کیږو.»

همدارنګه د فراه مدني فعالان بیا وایي، که په ښارونو او ولسوالیو کې بدیلې اقتصادي لارې رامنځته نه شي، د خلکو ستونزي به ورځ تر بلې پراخه شي.

یو تن فعال د نوم نه اخیستلو په شرط اطلاعات روز ته وویل: «خلک له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د هټۍوالو کاروبارونه د خلکو له عاید سره تړلي دي، کله چې خلک عاید ونه لري، بازار به څنګه ګرم پاتې شي، اړینه ده چې د کرنې، وړو صنعتونو او د کار فرصتونه رامنځته شي، که نه دا ستونزه به په لوی ناورین بدله شي.»

اطلاعات روز هڅه وکړه چې په دې اړه فراه کې د طالب چارواکو نظر هم ولري، خو هغوی ځواب ویلو ته حاضر نه شول. خو، فراهي هټۍوال د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د کاروبار او د خلکو د وضعیت په پام کې نیولو سره دې مالیه کمه، د کار لپاره دې فرصتونه رامنځته او د بازارونو د بیا فعالېدو لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي، تر څو روان ناوړه وضعیت څخه وژغورل شي.