اطلاعات روز: د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې زلزله ځپلې کورنۍ وایي، چې له زلزلو راهیسې د څښاک پاکو اوبو او دغه راز روغتیایي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله یې ماشومان او د کورنۍ غړي يې پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.
د دره نور ولسوالۍ اوسېدنکی ذاکرالله وایي، زلزلو یې مېنې ویجاړې کړي او دا مهال په خېمو کې له خپلو کورنیو سره د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي، خو روغتیایي خدمات، خوړو او د پاکو اوبو نشتون هغه څه دې چې ناروغۍ يې ډېرې کړي دي.
ذاکرالله وویل: «ماشومان مو ټول په سینه بغل، توخي، ملاریا او نورو بېلابېلو ناروغیو اخته شوي ځکه دلته په خېمو کې اوسېږو او هیڅ هغه خدمات نشته چې مونږ ورته اړتیا لرو، زیاتره کورنۍ خېمې هم نه لري او د ورځې د ونو تر سیوري او د شپې تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي.»
د دره نور ولسوالۍ د «ستن» سیمې اوسېدونکی محمد نسیم وایي، ماشومان یې د پوستکي ناروغیو ترڅنګ په سینه بغل، خوارځواکۍ او نسناستې هم اخته شوي.
نوموړی له مرستندویه بنسټونو او مسوولو ادارو د مرستې غوښتنه کوي او وایي، که لازمې مرستې ورسره ونه شي، نو راتلوونکی ژمی به یې ژوند وګواښي.
محمد نسیم زیاتوي: «ټول ماشومان او سپین ږیږي په خوار ځواکۍ، نس ناستي او پوستکي ناروغۍ اخته شوي، ځکه دلته چېنې او څاه ګانې ټولې تر خاورو لاندې شوي او پاکې اوبه نه پیدا کېږي؛ کورونه مو وران شوي او تر اوسه هیڅ مرسته په دې برخه کې نه ده شوې مونږ د مرستې غوښتنه کوو.»
په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون هم تر یوې کچې د زلزله ځپلو ستونزې مني، خو د حل ډاډ یې ورکوي.
نوموړی وایي، له مرستندویه موسېساتو او دغه راز له نورو دولتي ادارو سره په تماس کې دي تر څو د زلزله ځپلو لپاره د سرپناه بندوبست وکړي او هلته لازې اسانتیاوې برابرې کړي.
بدلون زیاته کړه: «په دره نور او نورو سیمو کې زلزله ځپلو سره وخت پر وخت د مرستندویه ټولنو او دغه راز د نړیوالو له لوري شوې مرستې ویشل شوي او دغه راز هغه کورونه چې تخریب شوي دوی لپاره به نور کورونه جوړېږي خو ممکن دا پروسه لږ وخت ونیسي.»
په ورته مهال د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو ویاند نقیب الله رحیمي وایي، چې دره نور ولسوالۍ کې یې زلزله ځپلو ته روغتیايي برخې په ګډون ډېرو نورو برخو کې هم په نسبي ډول اسانتیاوې برابرې کړې دي.
رحیمي وویل: «دره نور کې زلزله ځپلو لپاره هلته روغتیایي مرکزونه جوړ شوي او دغه راز ګرځنده روغتیایي خدمات هم وړاندې کېږي او هڅه مو دا ده چې دوی ته ښه روغتیایي خدمات ورسوو ترڅو دوی ناروغان نه شي او له ناروغیو وژغورل شي.»
تېره میاشت د هېواد ختیځ ننګرهار او کونړ ولایتونه زلزلو سخت وځپل چې له امله یې زرګونه کسان مړه او ټپیان شول او همداشان زرګونه کورنۍ بېځایه شوې، چې اوسمهال په دښتو او کرنیزو ځمکو کې تر خېمو لاندې ورځې او شپې سبا کوي.
