اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) افغانستان ته د کډوالو ماشومانو او د هغوی د کورنیو د تدریجي او خوندي راستنیدو غوښتنه کړې ده.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاجالدین اویواله ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې له مرسته کوونکو غوښتنه کړې چې له کورنیو جلا شویو ماشومانو لپاره د منلو، بیا مېشتېدو او د بنسټیزو خدمتونو د دوامدار لاسرسي ملاتړ وکړي.
دا مهال له ایران او پاکستان څخه د کډوالو کورنیو راستنیدل دوام لري. یوازې پرون، د دې دواړو هیوادونو څخه افغانستان ۶۷۳ کورنۍ راستنې شوې دي.
کډوالې ښځې او ماشومان یو داسې هیواد ته راستنیږي، چې دلته له خپلو بنسټیزو حقونو، په ځانګړي ډول له زدهکړې او کار څخه بېبرخې دي.
بلخوا، د افغانستان سره د مرستو د کمېدو له امله، په دې هېواد کې بشري کړکېچ په ډیریدو دی.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د لوږې بحران ژوریدو سره په دې هیواد کې نږدې پنځه میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ دي.
