اطلاعات روز: له فراه ولایت څخه ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د قلعهپشت کوه ولسوالۍ په یوه ریګنه دښته کې د یوه پخواني پولیس جسد موندل شوی دی.
یوې سرچینې اطلاعات روز ته ویلي چې وژل شوی سړی «ګل احمد نورزی» نومېده او د پخواني جمهوریت پر مهال د پولیسو افسر و.
د سرچینې په وینا، نوموړی شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې د نظامي جامو لرونکو کسانو له خوا له خپل کور څخه نامعلوم لوري ته بیول شوی و او جسد یې نن (یکشنبه، ۱۳ د تلې) وموندل شو.
د سیمې اوسېدونکي وایي، نوموړی د یادې ولسوالۍ د «ابراهیماباد» کلي اوسېدونکی و او د طالبانو د استخباراتو له خوا تر نیول کېدو وروسته تر سختو شکنجو لاندې وژل شوی دی.
تر اوسه د طالبانو ځایي چارواکو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د پخوانيو امنیتي ځواکونو د نیونې او پټو وژنو پېښې زیاتې شوې دي.
