اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام د استوګنې د نړیوالې ورځې په مناسبت ټینګار کړی چې د افغانستان ښارونه د هر بل وخت په پرتله تر ډېر فشار لاندې دي.
نن (دوشنبه، ۱۴ د تلې) د بشري هستوګنې نړیواله ورځ ده.
د بشري استوګنې د پروګرام مشره سټیفاني لوز په یو ویډیويي پیغام کې وايي، چې هره ورځ د اقلیمي بدلونونو، طبیعي پېښو، له ګاونډیو هېوادونو څخه د ایستل کېدو او د کلیوالو معیشتونو د کمېدو له امله زیاتې کورنۍ د افغانستان ښارونو ته کډه کوي، خو ښارونه لا له وړاندې له ستونزو سره مخ دي.
د هغې په وینا، چې غیر رسمي میشت ځایونه ډیره ګڼه ګوڼه لري او د چاپیریال ننګونو، ککړتیا او د کورونو کمښت سره مخ دي.
د لوز په خبره، چې د لسیزو جګړو، په زیربناوو کې کم پانګونه، د ښاري نفوس ضعیفه وده او د ښاري نفوس چټکه وده په افغان ښارونو فشار راوړی او اقلیمي بدلون او طبیعي پیښو وضعیت نور هم خراب کړی دی.
د هغې په ټکو، چې په غیر رسمي میشت ځایونو کې خلک له خطر سره مخ دي او د نابرابرۍ دوره زیاته شوې ده.
د ملګرو ملتونو دې چارواکي د سمې پانګونې، ښاري پروګرامونو او ګډو هڅو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان ښارونه کولای شي داسې ځایونه شي چې هر څوک پکې له درناوي سره ژوند وکړي او د اوسنیو او راتلونکو ننګونو پر وړاندې د زغم وړ وي.
هغې ټینګار وکړ، چې د افغانستان ښارونه نه یوازې د ژوندي پاتې کیدو ځایونه دي، بلکې هغه ځایونه هم دي چیرې چې هرڅوک باید په عزت سره ژوند وکړي.
د افغانستان ښارونه، په ځانګړي توګه کابل د امکانانو له اړخه په بحراني حالت کې دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې ښایي کابل د پنځو کلونو په اوږدو کې له اوبو محروم ښار وګڼل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډیری کډوال چې افغانستان ته راستانه کېږي په ښاري سیمو کې میشتېږي، څه چې ښار چټکې ودې ته هڅوي او له امله یې نازک خدمات تر فشار لاندې راځي.
