close

بنګلدېش کریکیټ لوبډلې په پر له پسې درېیمه لوبه کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه

اطلاعات روز: د افغانستان او بنګلدېش د ملي لوبډلو تر منځ په درېیمه شل اوریزه لوبه کې بنګلدېشۍ لوبډلې وکولای شول چې په پر له پسې درېیمه لوبه کې هم افغانستان ته ماتې ورکړي او د درو شل اوریزو لوبو لړۍ درې پر صفر له افغانستان څخه وګټي او افغانستان وایټ واش کړي.

دا لوبه چې نن (یکشنبه، ۱۳ د تلې) په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه، افغانستان پکې لومړی د توپ وهنې په کولو سره مقابلې لوبډلې ته په ټاکلو شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۴۵ منډو هدف ورکړ.

بنګلدیشۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په اتلسم اور کې یوازې د څلورو لوبغاړو په لاسه ورکولو سره پوره کړ.

د یادونې وړ ده چې دا په شل اوریزو لوبو کې د بنګلدېش په لاس د افغانستان پر له پسې څلورمه ماتې ده او تر دې لوبلړۍ وړاندې یې افغانستان ته د اسیا جام په لوبو کې هم ماتې ورکړې وه.

همدا راز، دواړې لوبډلې د درو پنځوس اوریزو لوبو لوبلړۍ هم لري او د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به د لومړۍ لوبې لپاره سره مخامخ شي.