close

اوچا: زلزله ځپلي ژمنیو مرستو ته اړتیا لري

اطلاعات روز: د تودوخې له کمېدو سره هممهاله د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د افغانستان ختیځ کې زلزله ځپلي ژمنیو مرستو ته اړتیا لري.‏

په افغانستان کې د اوچا رییس اندریکا راتوات وايي، چې زلزله ځپلي په خیمو کې ژوند کوي.

د اوچا په وینا، د ژمنیو مرستو له ډلې سرپناه یو مهم لومړیتوب دی. هغه زیاتوي، چې لېرې پرتو کلیو ته د لاسرسي لپاره د پاکو اوبو برابرول او د زیربناوو بېرته رغول اړین دي.‏

راتوات ویلي: «زه له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوم چې هغه ملاتړ ته دوام ورکړي چې په بیړني ډول ورته اړتیا ده، ځکه چې وخت زموږ په ګټه نه دی، ژمی راروان دی.»

یوه میاشت دمخه، د افغانستان ختیځ کې یوې مرګونې زلزلې ولړزاوه. د ملګرو ملتونو په وینا، په کونړ ولایت کې د زلزلې له امله شاوخوا ۲۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

د زلزلې له امله زرګونه کورونه هم ویجاړ شوي او زرګونه کسان اوس مهال په بې سرپناهۍ کې ژوند کوي.