close

د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» غونډه پيل شوه

اطلاعات روز: د مسکو فارمټ اوومه غونډه په مسکو کې د طالبانو او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو او د سیمې د هیوادونو د استازو په ګډون سره پیل شوه.

د روسیې د سپوټنیک خبري اژانس لیکلي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د غونډې د پیل پر مهال په خپلو څرګندونو کې وویل، چې افغانستان کې د دریمې ډلې له لوري پوځي بنسټونو جوړول د منلو وړ نه دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، چې هغه او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه بحث کړی دی.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازي ضمیر کابلوف د مسکو فارمټ اجنډا په اړه ویلي، چې په دې غونډه کې به د باګرام هوايي اډې په اړه د امریکا خبرداري په اړه بحث ونه شي.

هغه د تاس خبري اژانس ته وویل: «نه، دا ډول بې معنی خبرې به ونه شي.»

ویل کېږي، چې د امریکا له لوري د باګرام هوايي اډې د بیا نیولو هڅه، د «مسکو فارمت» په غونډه کې د هېوادونو د استازو د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ده.

دا غونډه د طالبانو، روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان د استازو په ګډون په مسکو کې ترسره شوې.

سږ کال، د لومړي ځل لپاره، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د غړي په توګه په دې غونډه کې ګډون کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر تیر کال د مسکو فارمټ په شپږمه غونډه کې د میلمه په توګه ګډون کړی و.