اطلاعات روز: د افغانستان د بشري حقونو سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له هغه پرېکړهلیک هرکلی کړی، چې د افغانستان د وضعیت څېړلو لپاره یې د یو خپلواک میکانیزم د جوړېدو پریکړه کړې.
دغه سازمان په یو بیان کې ویلي، چې د بشري حقونو د شورا پرېکړهلیک په داسې مهم پړاو کې صادر شوی چې طالبان په سیسټماټیک ډول خپلې سرغړونې له نړیوالو پلټنو پټوي او دا اندېښنه شته چې د داسې یو رژیم د مشروعیت لامل شي چې بنسټیز بشري حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي لږکیو له حقونو انکار کوي.
د بشري حقونو شورا پرون (دوشنبه، ۱۴ د تلې) د یو پرېکړهلیک په تصویب سره، په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د یوه خپلواک میکانیزم جوړول تایید کړل او د ځانګړي راپور ورکوونکي دنده یې هم تر یوه کال پورې وغځوله.
تمه کېږي، چې دغه میکانیزم به د افغانستان په اړه د نړیوالو جنایتونو او بشري حقونو د سرغړونو اسناد، مدارک او شواهد راټول، حفظ او تحلیل کړي او د هغو کسانو پر ضد به قضایي دوسیې جوړې کړي چې په دې کې لاس لري.
د افغانستان د بشري حقونو سازمان یادونه کړې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې، طالبانو یو لړ داسې فرمانونه او محدودیتونه صادر کړي چې ښځې یې په څرګند ډول له عامه ژوند څخه ایستلي او له هغوی یې د زده کړو، کار، روغتیا پاملرنې او د تګ راتګ آزادۍ اخیستې ده.
دغه سازمان زیاته کړې، چې د بشري حقونو سرغړونې د جنسیتي توپیر له ظلم څخه پراخې دي.
طالبانو پر بیان ازادۍ، سولهییزو راټولیدنو، ټولنو او مذهبي مراسمو سخت محدودیتونه لګولي دي.
دې ډلې په مکرر ډول د بشري حقونو مدافعین، خبریالان او د مدني ټولنې فعالین نیولي او بندیان کړي دي.
د بشري حقونو سازمان یادونه کړې، چې قومي او مذهبي لږکي هم د هدفي تاوتریخوالي او سیستماتیک تبعیض سره مخ دي.
یاد سازمان ویلي، چې د یو خپلواک او دوامداره څیړنیز میکانیزم جوړول چې په افغانستان کې د نړیوالو جرمونو او د نړیوالو قوانینو د خورا جدي سرغړونو د شواهد راټولولو، مستند کولو، ساتلو او تحلیل کولو لپاره جامع واک لري د عدالت او حساب ورکولو لپاره یوه مهمه وسیله ده.
