close

سیما باهوس: افغان ښځې د طالبانو د ظلم سره سره هیله‌مندې دي چې یوه ورځ به خپلو هیلو ته ورسیږي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې اجرایوي رییسې سیما باهوس ویلي، چې د افغانستان زیاتره میرمنې د «طالبانو د ظلم لاندې د تیرېدونکو کړاوونو» سره سره هیله‌مندې دي چې یوه ورځ به خپلو هیلو ته ورسیږي.

هغې پرون (دوشنبه، ۱۴ د تلې) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې د «ښځې، سوله او امنیت» تر موضوع لاندې جوړه شوې وه، وویل چې د افغان میرمنو هیله «یو بې‌ګټې خوب نه دی او له مقابلوي میکانیزم څخه ډېر اهمیت لري».

سیما باهوس د ښځو او نجونو زده‌کړو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې دوامداره څارنه ښيي چې د افغانستان ۹۲ سلنه وګړي، ښځې او سړي، باور لري چې نجونې باید وکولای شي د منځني ښوونځي دوره تعقیب کړي.

په تېرو څلورو کلونو کې د افغان وګړو د غوښتنو او نړیوال فشار سره سره، طالبانو د ښځو او نجونو په اړه په خپل دریځ کې نرمښت نه دی راوستی.

دې ډلې سخت محدودیتونه لګولي دي، ښځې او نجونې یې له کار، زده کړو او د تګ راتګ له آزادۍ څخه محرومې کړې دي.

د بشري حقونو بنسټونه د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه جنسیتي تبعیض بولي او غواړي دا عمل د بشریت پر وړاندې جرم وګڼل شي.

د بشري حقونو شورا پرون (دوشنبه، ۱۴ د تلې) د یو پرېکړه‌لیک په تصویب سره، په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د یوه خپلواک میکانیزم جوړول تایید کړل.

دغه میکانیزم به د افغانستان په اړه د نړیوالو جنایتونو او بشري حقونو د سرغړونو اسناد، مدارک او شواهد راټول، حفظ او تحلیل کړي او د هغو کسانو پر ضد به قضایي دوسیې جوړې کړي چې په دې کې لاس لري.‏

د بشري حقونو بنسټونو د دې میکانیزم جوړول په افغانستان کې د عدالت د تامین په لور یو ګام بللی دی.