close

د «ماسکو فارمت» غونډې وروستۍ اعلامیه: ترورېزم د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ دی

اطلاعات روز: د «ماسکو فارمت» د اوومې غونډې ګډونوالو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ترورېزم د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.

په دې اعلامیه کې چې نن (سې شنبه، د تلې ۱۵مه) خپره شوې، راغلي چې باید د ترورېزم پر ضد د اغېزمنو اقداماتو د ترسره کولو په برخه کې د طالبانو ملاتړ وشي او همدا راز ورسره همکاري وشي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو او نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

همدا راز، د «ماسکو فارمت» غونډې ګډونوالو د امریکا د هغو هڅو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې چې غواړي بېرته بګرام پوځي اډې ته راستانه شي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې ګډونوالو «د ځینو هېوادونو هغه هڅې چې غواړي په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې پوځي زېربناوې جوړې کړي، د منلو وړ ونه ګڼلې، ځکه دا ډول کړنې د سیمې د سولې او ثبات په ګټه نه دي.»

ګډونوالو ټینګار کړی چې دوی د یوه «خپلواک، متحد او سولییز افغانستان» غوښتونکي دي او له سیمه‌ییزو چوکاټونو سره د دې هیواد د یو ځای کېدو ملاتړ کوي.

همدارنګه، ګډونوالو د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د پانګونې په برخه کې پر همکاریو ټینګار کړی او د افغانستان په ګډون یې د پرمختللو اقتصادي پروژو د پراختیا او د روغتیا، فقر کمولو، کرنې او د طبیعي پېښو د مخنیوي په برخو کې د دوامدارې همکارۍ لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.

ګډونوالو همدارنګه له نړېوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان خلکو ته بېړنۍ بشري مرستې ورسوي او ویلي یې دي چې د دې مرستو «سیاسي کېدل» د منلو وړ نه دي.

د افغانستان په اړه د «ماسکو فارمت» اوومه غونډه نن د روسیې په پلازمېنه کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او طالبانو د استازو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د بلاروس استازي د «میلمه» په توګه ګډون کړی و او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د لومړي ځل لپاره د رسمي غړي په توګه برخه اخیستې وه.