اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د کندهار ښار اړوند د «تخته پل» په سیمه کې د یو ځوان جسد موندل شوی دی.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل چې د دې ځوان جسد نن (سې شنبه، د تلې ۱۵مه) ماښام مهال موندل شوی دی.
د سرچینې په وینا، د وژل شوي کس لاسونه تر شا تړل شوي وو او د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.
سیمهییز اوسېدونکي وایي چې د وژل شوي کس جسد میرویس نیکه روغتون ته انتقال شوی.
تر اوسه د یاد ځوان هویت او د وژنې انګېزه نه ده څرګنده شوې.
کندهار کې طالب چارواکو تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي او انګېزې په تړاو څه نه دې ویلي.
دا په داسې حال کې چې په وروستیو میاشتو کې هم په کندهار او هم د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې د ورته وژنو پېښې زیاتې شوې دي.

