close

په خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو په برید کې یوولس پاکستاني پوځیان وژل شوي

اطلاعات روز: پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي، چې د دې هیواد د خیبرپښتونخوا ایالت د کرم ولسوالۍ په جمال مېنه کې پر پاکستاني پوځیانو برید کې یوولس پوځیان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

اسلام اباد میشتې رسنۍ خراسان ډایري راپور ورکړی، چې دا برید تېره شپه (سې شنبه، ۱۵ د تلې) ترسره شوی او تر نن سهاره د دواړو لورو تر منځ سخته جګړه روانه وه.

بل لور ته، د پاکستان د پوځ رسنیزې څانګې هم په یوه اعلامیه کې دا برید تایید کړې او ویلي یې دي چې په وژل شویو کې یو جګړن او ډګرمن هم شامل دي.

پاکستاني پوځ همدا راز د ۱۹ پاکستاني طالبانو د وژلو ادعا هم کړې.

ځینو رسنیو همدا راز راپور ورکړی چې تر دې برید وروسته شپږ پوځیان لا هم ورک دي، خو پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دې ویلي.

همدا راز، تحریک طالبان پاکستان د دې برید پړه منلې او د خپلو دوو جنګیالیو وژنه یې هم تایید کړې ده.