close

نورستان کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله یو کس مړ شوی

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځايي مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې په یوه کور کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی.

د نورستان د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند بشیر احمد برکزاده وايي چې دا پېښه نن (چهارشنبه، ۱۷ د تلې) سهار مهال د برګمټال ولسوالۍ په «پڅیګرام» سیمه کې را منځته شوې.

برکزاد ویلي، دا پېښه په پخلنځي کې د پخلي پرمهال را منځته شوې چې پرمهال یې مړ او ټپي شوی کس د یوې کورنۍ غړي دي.

برکزاده په پېښه کې د مړه او ټپي شوي کس هویت نه دی څرګند کړی؛ خو زیاتوي چې ټپي د طالبانو له لوري روغتون ته لېږدول شوی او روغتیايي حالت یې نازک ښودل شوی دی.