close

کونړ کې زلزله ځپلو ته د پنځوس کورونو جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ۳۵.۹ مېلیونه افغانیو په ارزښت د وروستۍ زلزلې اغېزمنو کورنیو ته د پنځوسو کورونو د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

کونړ کې د طالبانو د کور او ښار جوړونې رییس نبي الله طلحه نن (چهارشنبه، ۱۶ د تلې) وویل، چې دا کورونه په څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې جوړېږي.

نبي الله طلحه زیاتوي، چې د دغو کورونو له منځه ۱۹ د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل او ۳۱ نور د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې جوړېږي چې لګښت یې د طالبانو حکومت ورکوي.

نوموړی زیاتوي، چې په جوړېدونکو کورونو کې به په هر کور کې دوه – دوه او درې – درې خونې، پخلنځی او تشناب ولري.

د طلحه په خبره، دا کورونه به د دوو میاشتو په موده کې جوړ او زلزله ځپلو کورنیو ته په واک کې ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې کونړ کې د زلزلې له امله زیانمنې شوې کورنۍ په لنډمهالو پنډغالو کې اوسېږي چې د سرپناه په برخه کې له جدي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.