اطلاعات روز: د افغانستان د ښځو لپاره د ولسي محکمې څارنوالانو د طالبانو د تورنو مشرانو نوملړ خپور کړی دی.
د دې نوملړ له مخې، د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده، د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبداغني برادر، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر خالد حنفي، د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم، د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب، د طالبانو د پوهنې وزیر حبیبالله آغا، د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني، د طالبانو د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق او د طالبانو حکومت د تورنو په توګه معرفي شوي دي.
د څارنوالانو په وینا، دعوه کوونکي هم د افغانستان ښځې، نجونې او ولس دي.
څارنوالانو ویلي، دا دعوه یې د طالبانو لهخوا د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې وروسته د ښځو او نجونو پر وړاندې د قصدي، سیستماتیکې او بنسټیزې جنسیتمحوره ځورونې او ظلم په ځواب کې چمتو کړې ده.
هغوی د ژوندي پاتې شویو ښځو د شاهدیو، تایید شویو اسنادو او د نړیوالو بنسټونو د موندنو پر بنسټ ویلي چې د طالبانو د حذف او ځپلو تګلارې د روم د اساسنامې له مخې د جنسیت پر بنسټ بشریت ضد جنایت ګڼل کېږي.
څارنوالانو زیاته کړې، د طالبانو چلند د ښځو پر وړاندې نه تصادفي دی او نه هم موقتي، بلکې دا قصدي او سیستماتیک عمل دی چې موخه یې د ښځو او نجونو له ټولنیز ژوند څخه بشپړ حذف دی.
د افغانستان د ښځو لپاره ولسي محکمې د طالبانو د جنایتونو د څېړلو په هدف نن د هسپانیا په مادرید کې خپل کار پیل کړی دی.
د دې محکمې په لومړۍ ناستې کې یو شمېر ښځو چې د طالبانو لهخوا زنداني شوې وې، د دې ډلې پر ضد شاهدپ ورکړه او د قاضیانو پوښتنو ته یې هم ځوابونه وویل.
درو نارینه څارنوالانو او یوې ښځینه څارنوالې د افغانستان د ښځو او ولس په استازیتوب د طالبانو پر وړاندې دا دعوه ترتیب کړې ده.
