د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې طالبانو له ترهګرۍ سره د مبارزې په شمول په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښوولی دی.
د سپوتنیک رسنۍ له راپور سره سم، پوتین دا څرګندونې نن (پنجشنبه، ۱۷ د تلې) په تاجیکستان کې د «روسیې او مرکزي اسیا په دویمه غونډه» کې وکړې.
د روسیې ولسمشر ویلي: «موږ شاهدان یو چې د افغانستان اوسنیو واکمنو (طالبانو) له ترهګرۍ او نشیي توکو له قاچاق سره د مبارزې په شمول په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ لېوالتیا ښودلې، موږ قطعا تیار یو چې ملاتړ یې وکړو.»
پوتین همدا راز په دې غونډه کې ویلي چې «ترهګریز جوړښتونه» لا هم هڅه کوي چې د افغانستان خاوره د خپلې افراطي ایډیولوژۍ او مجرمانه فعالیتونو د پراختیا لپاره وکاروي.
دا څرګندونې د مسکو په کوربتوب «مسکو فرمټ» تر غونډې دوې ورځې وروسته کېږي او په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم په لومړي ځل د یوه غړي په توګه ګډون کړی و.
اوس مهال روسیه په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی.
مګر له دې سره-سره روسیې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د حضور په اړه اندیښنه ښوولې خو طالبان انکار کوي خو روسیه یې شتون د سیمې د امنیت او ثبات لپاره ګواښ ګڼي.
