اطلاعات روز: د طالبانو د مخابراتو وزارت د ټولنیزو شبکو پر محدودولو اعتراف کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان په ځینو ټولنیزو شبکو کې محتوا فلټر شوې ده.
د طالبانو په مخابراتو وزارت کې سرچینې وایي چې پر فېسبوک، انسټاګرام او ایکس (پخواني ټوېټر) د محتوا له اړخه محدودیتونه لګول شوي دي.
د خلکو په وینا، له پرون راهیسې د فېسبوک، انسټاګرام او سنېپچټ کارول محدود شوي او دا شبکې پرته له فیلټرماتوونکي (VPN) نه خلاصیږي.
د ټولنیزو شبکو کاروونکي وایي چې دا محدودیت تر اوسه د مخابراتي شبکو د سیمکارتونو پر انټرنېټ تطبیق شوی دی.
په کابل او هرات کې سرچینې وایي چې د کورني او دفتري انټرنېټ له لارې لا هم بې له محدودیت څخه ټولنیزو شبکو ته لاسرسی شته.
خو د کابل یو اوسېدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې د دولتي شرکت «سلام» انټرنېټ له لارې فېسبوک، انسټاګرام او سنېپچټ نه خلاصیږي.
بل اوسېدونکی هم وایي چې د «روشن» شرکت په انټرنېټ کې انسټاګرام او سنېپچټ نه پرانیستل کېږي.
په هرات کې سرچینې وایي چې د «اتوما» (پخوانی MTN) سیمکارت انټرنېټ له لارې فېسبوک او انسټاګرام پرته له فیلټرماتوونکي نه خلاصیږي.
همدارنګه، سرچینو پرون په هرات کې ویلي وو چې په افغانبېسیم او اتصالات شرکتونو کې هم د ټولنیزو شبکو د محدودیت راپورونه ورکړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دې محدودیتونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
تېرې اوونۍ طالبانو د ۴۸ ساعتونو لپاره په ټوله افغانستان کې انټرنېټ او مخابراتي خدمتونه پرې کړي وو، خو تر اوسه یې د دې پرېکون په اړه هم کوم وضاحت نه دی ورکړی.
طالبانو د انټرنېټ محدودیتونه د بلخ د نوري فایبر د پرېکولو له لارې پیل کړل او دلیل یې «د منکراتو مخنیوی» وباله.
دې ډلې تر دې مخکې هم په افغانستان کې د ټیکټاک او پبجي لوبه بنده کړې وه.

