اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسیف) ویلي چې په افغانستان کې له هرو څلورو ماشومانو (د پنځو او اوولسو کلونو ترمنځ) یو ماشوم د اضطراب یا اندېښنې نښې تجربه کوي او له هر اوو تنو یو تن د خپګان له ستونزې سره مخ دی.
یونیسف دا شمېرې نن (چهارشنبه، د تلې ۱۶مه) پر ایکس (پخواني ټویټر) خپرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د یونسیف د استازي مرستیال اندریو جېمز د ماشومانو او ځوانانو د رواني روغتیا لپاره د یوې ملي ستراتیژۍ د جوړېدو پر عاجلې اړتیا ټینګار کړی دی.
افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ له بدو هېوادونو څخه ګڼل کېږي. دا مهال ماشومان په دې هېواد کې له فقر، محرومیت او محدودیتونو سره مخ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې ۴.۷ میلیونه میندې او ماشومان په افغانستان کې د تغذیې له کمښت سره مخ دي.
له هغه راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي ښځینه ماشومانې له زدهکړو بېبرخې شوې دي.
د یونیسکو د شمېرنو له مخې، شاوخوا ۱.۴ میلیونه نجونې چې له شپږم ټولګي پورته دي، د ښوونځي له تګه محرومې دي.
د نجونو محرومول د هغوی پر روحیه او روان جدي اغېز کوي او د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي.

