اطلاعات روز: حماس په یوه اعلامیه کې تایید کړې، چې «هوکړه شوې چې له مخې به یې غزه کې جګړه پای ته رسېږي، اشغالګر به له هغه ځایه وځي، د مرستو داخلېدل به اجازه ولري او د بندیانو تبادله به ترسره شي».
دې ډلې د قطر، مصر، ترکیې او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له منځګړیتوبه مننه کړې، چې دغې هوکړې ته د رسیدو هڅې یې کړې دي.
حماس په ډونالډ ټرمپ او نورو منځګړو غږ کړی چې «اسراییل دې ته اړ کړي چې د هوکړې شرایط په بشپړ ډول پلي کړي او اجازه ورنه کړي چې د هغې پلي کول وځنډوي یا له هغې څخه ډډه وکړي».
حماس په عین حال کې ټینګار کړی، چې «هېڅکله به د خپل ولس له ملي حقونو، یعنې د آزادۍ، خپلواکۍ او د برخلیک د ټاکلو له حقه، سترګې پټې نه کړي».
دغه راز د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم وایي، چې اسراییل او حماس د غزې د سولې طرحې له لومړۍ برخې سره موافقه کړې ده.
نوموړي نن سهار (پنجشنبه، ۱۷ د تلې) په «تروث سوشیال» کې لیکلي: «دا په دې معنا دي چې ټول یرغمل شوي به ژر خوشې شي او اسراییل به خپل ځواکونه د موافقې شوې کرښې تر شا، د یوې قوي، دوامدارې او تلپاتې سولې پر لور د لومړیو ګامونو په توګه، پر شا کړي.»
په ورته مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د غزې د سولې د طرحې له لومړۍ برخې سره د اسراییل او حماس د هوکړې هرکلی کړی او له دواړو لورو یې غوښتي چې د دې هوکړې شرایطو ته ژمن پاتې شي.
 
					 
							
 
			 
			 
		 
		 
		 
		 
		 
		 
		 
		 
		