هلمند کې د یو ځوان جسد موندل شوی

هلمند کې ځایي سرچینې وایي چې د دې ولایت د باباجي ولسوالۍ اړوند د «خومانو پرکښ» سیمه کې د یو ځوان جسد موندل شوی دی.

د سرچینو په وینا، د دې کس لاسونه او پښې تړل شوي او په ډبرو وژل شوی دی. 

د وژل شوي کس هویت تر اوسه نه دی څرګند شوی.

سرچینې زیاتوي چې د یاد کس جسد نن (پنج‌شنبه، د تلې ۱۷مه) موندل شوی دی.

تر اوسه د پېښې د عاملینو او د وژنې د انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي.

سیمه‌ییز اوسېدونکي وایي چې د وژل شوي کس جسد د باباجي ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوی دی.

هلمند کې د طالبانو مسوولینو تر اوسه د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې د کندهار په تخته‌پل ولسوالۍ کې هم د یو بل ځوان جسد موندل شوی و.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه