د هند د بهرنیو چارو وزیر سبرامنیم جېشنکر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د ليدنې پر مهال ويلي چې په کابل کې د هند تخنیکي ماموریت به د سفارت کچې ته لوړ کړي.
امیرخان متقي چې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه یې لومړی ځل هند ته سفر کړی، نن (جمعه، د میزان ۱۸مه) یې په دهلي کې د هند له بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي.
جېشنکر په دهلي کې د متقي حضور د دواړو لورو د اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام او د هند او افغانستان د دوامدارې دوستۍ تایید وباله. هغه ویلي: «مخامخ لیدنه زموږ لپاره ځانګړی ارزښت لري، ځکه دا موږ ته دا فرصت راکوي چې خپل نظرونه تبادله کړو، ګډې ګټې وپېژنو او نږدې همکاري نوره هم پیاوړې کړو.»
د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «هند د افغانستان حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته بشپړ ژمن دی. زموږ ترمنځ نږدې همکاري به د افغانستان له ملي پرمختګ سره-سره د سیمې له ثبات سره هم مرسته وکړي. د دې د پیاوړتیا لپاره، زه ویاړم چې نن د هند د تخنیکي ماموریت د ارتقا اعلان کوم، چې له دې وروسته به د هند د سفارت په توګه فعالیت کوي.»
جېشنکر په دې لیدنه کې ترهګري یو ګډ ګواښ بللی او د هغې پر ضد یې د ګډو هڅو غوښتنه کړې ده. هغه ویلي دي: «موږ دواړه د ودې او هوساینې ګډ تعهد لرو، خو دا هدف تر سرحدونو هاخوا د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دی چې دواړه ملتونه ورسره لاس او ګرېوان دي. موږ باید د هرې بڼې ترهګرۍ پر ضد ګډې هڅې همغږې کړو.»
امیرخان متقي د هند له بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي: «په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله له ځپل شویو سره د مرستو پر مهال، هند لومړنی هېواد و چې مرسته یې وکړه او افغانستان هند ته د نږدې دوست په سترګه ګوري.»
هغه زیاته کړه: «افغانستان د متقابل درناوي، سوداګرۍ او ولسي اړیکو پر بنسټ اړیکې غواړي. موږ چمتو یو چې د تفاهم لپاره یو مشورتي میکانېزم رامنځته کړو چې زموږ اړیکې لا پیاوړې کړي.»
متقي ټینګار کړی چې هند او افغانستان باید خپل تعاملات او تبادلې زیاتې کړي، او زیاته کړې یې ده: «موږ به هېچا ته اجازه ورنه کړو چې زموږ له خاورې د نورو پر ضد استفاده وکړي.»
هند په داسې حال کې له طالبانو سره نږدې کېږي چې دا ډله له پاکستان سره چې د هند رقیب دی، په کړکېچ کې ده.
د متقي له سفر سره هممهاله غیررسمي راپورونه خپاره شوي چې ګواکې پاکستان د افغانستان پر خاوره هوايي برید کړی دی.
تېره شپه په کابل کې د چاودنې غږونه اورېدل شوي، چې ویل کېږي د هوايي برید له امله وو. طالبان د چاودنې پخلی کوي، خو د هغې جزییات یې نه دې ورکړي.
په همدې حال کې راپورونه وايي چې پاکستان په کابل کې د پاکستاني طالبانو یو مشر په نښه کړی و. د پاکستاني چارواکو لهخوا تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويل شوي.
