په هند کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر په خبري ناسته کې ښځینه خبریالانې له ګډونه منع شوي

اطلاعات روز: هندي رسنیو راپور ورکړی، چې په نوي ډیلي کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په خبري ناسته کې ښځینه خبریالانو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

دغه خبري ناسته په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت په ودانۍ کې ترسره شوې ده.‏

د «ان‌ډي ټي‌وي» رسنۍ راپور ورکړی چې په دې خبري ناسته کې هېڅ ښځې شتون نه درلود او د ځینو ښځینه خبریالانو له ګډون څخه مخنیوی شوی دی.‏

له موضوع څخه د خبر کسانو په وینا، دا پرېکړه چې کوم خبریالان باید وبلل شي، د متقي سره د مل ملګرو له لوري شوې ده.

د «پي‌ټي‌آی» خبري اژانس د راپور له مخې، هندي لوري وړاندیز کړی و چې ښځینه خبریالانې دې هم د بلل شویو کسانو په ډله کې شاملې وي، خو دا وړاندیز ظاهراً ونه منل شو.‏

د هند د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ روښانه کړه، چې د امیرخان متقي د مطبوعاتي کنفرانس په جوړولو کې یې هېڅ ډول لاس نه درلود.‏

د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د دې مطبوعاتي ناستې بلنلیکونه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر د سفر پر مهال په نوي ډېلي کې مېشت د افغانستان د ممبیي سرقنسول لخوا ټاکل شوو خبریالانو ته لېږل شوي وو.‏

دې وزارت ویلي، چې د افغانستان د سفارت ساحه د هند حکومت تر واک لاندې نه ده.

له دې مطبوعاتي ناستې لږ وروسته، ګڼ شمېر خبریالانو په ټولنیزو رسنیو کې خپله غوسه څرګنده کړې او یادونه یې کړې چې ټولو ښځینه خبریالانو د لباس مقرراتو ته په پوره درناوي ځان چمتو کړی وو.

هندي سیاستوالو هم په دې مسئله غبرګون ښودلی دی.

د کانګرس مشرې پریانکا ګاندي وادرا، له لومړي وزیر نریندرا مودي څخه غوښتنه کړې چې د دې پېښې په اړه خپله «روښانه» دریځ څرګند کړي. هغې پوښتنه کړې چې څنګه «په  هند کې دهیواد له وړتیا لرونکو ښځو سره دا ډول سپکاوی منل کېدای شي، چې ښځې یې د ملت ستنې او د ویاړ سرچینه دي».

د هند د کورنیو چارو پخواني وزیر پی پي چیدامبارام بیا ویلي، چې کله نارینه خبریالان له دې پیښې خبر شوي وای، باید له مطبوعاتي کنفرانس څخه وتلي وای.

هغه ویلي: «زه په دې خبر ډېر خواشینی شوم چې ښځینه خبریالانې د افغانستان د امیرخان متقي د مطبوعاتي کنفرانس له ګډون څخه محرومې شوي. زما شخصي نظر دا دی چې نارینه خبریالان چې کله پوه شوي وای چې د دوی ښځینه همکارانې له ګډون څخه محرومې شوي یا بلنه نه ده ورکړل شوې، غونډه یې باید پرېیښی وای.»

په افغانستان کې طالبانو پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي دي؛ هغه سیاستونه چې جنسیتي اپارتاید بلل کېږي. دې ډلې حتا د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار هم بندیز لګولی دی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه