طالبانو پر کابل او پکتیکا د پاکستان بریدونه تایید کړل

د طالبانو دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې پاکستان پر کابل او پکتیکا پر ولایت هوايي بریدونه کړي دي.

یاد وزارت نن (جمعه، د میزان ۱۸مه) په خپله اعلامیه کې د کابل د برید په اړه جزییات نه‌ دې ورکړي خو زیاته کړې یې ده چې په پکتیکا کې د «مرغۍ» په سیمه کې یو بازار بمبار شوی دی.

د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان دا بریدونه «یو بې‌ساری، تاوتریخجن او کرغېړن عمل» بللی او ویلي یې دي: «موږ د افغانستان د هوايي حریم ښکاره نقض په کلکو ټکو غندو او دا زموږ حق دی چې له خپل هوايي حریم څخه دفاع وکړو.»

دې وزارت خبرداری ورکړی چې که «وروسته له دې اقداماتو وضعیت نور هم ترینګلی شي، نو د پایلو مسوولیت یې د پاکستان د پوځ دی.»

د طالبانو دفاع وزارت د تېرو شپو د بریدونو د تلفاتو او زیانونو په اړه څه نه‌ دې ویلي.

تېره شپه چې کله په کابل کې د چاودنو غږونه واورېدل شول، راپورونه خپاره شول چې د پاکستان الوتکو د افغانستان أر پلازمېنه برید کړی دی. د طالبانو ویاند تیره شپه د چاودنې پېښه تایید کړه، خو تر اوسه یې جزییات نه‌ دې ورکړي.

نن سهار له پکتیکا څخه هم راپور ورکړل شو چې د پاکستان جنګي الوتکو د برمل ولسوالۍ یو بازار د نیمې شپې پر مهال بمبار کړی دی.

طلوع نیوز د پکتیکا د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د دې برید په پایله کې شاوخوا ۱۰ دوکانونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، یو شمېر یې سوځېدلي او د ټول بازار ښیښې ماتې شوې دي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې بریدونو په اړه څه نه‌ دې ویلي. د پاکستان د پوځ ویاند هم په خپله خبري ناسته کې د دې موضوع په اړه څرګند ځواب نه‌دی ورکړی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه