یونیسف: د افغانستان ښوونیز نظام له سترو ننګونو سره مخ دی

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، چې د افغانستان ښوونیز نظام له سترو ننګونو سره مخ دی، خو په وینا یې چې د بیا رغونې لپاره یې لا هم فرصت شته دی.

یونیسف نن (شنبه، ۱۹ د تلې) ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې د نجونو پر منځنۍ زده کړو بندیز لېرې کول او په ابتدايي ښوونه کې پانګونه د هرې نجونې او هر هلک لپاره د زده‌کړې د پرمختګ ساتلو او د لاسرسي د خوندي کولو لپاره حیاتي دي.

له کله راهیسې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، ښځې او نجونې یې له کار او زده کړو څخه محرومې کړې دي. دغه ډلې حتا د ښځو لپاره طبي زده‌کړې هم منع کړي، په داسې حال کې چې افغانستان له ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.

د یونیسکو په وینا، په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته ۱.۴ ملیونه نجونې له ښوونځي څخه محرومې دي.

په تیرو څلورو کلونو کې، د نړۍ هیوادونو او افغان اتباعو په مکرر ډول له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې ښځو او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي، مګر دې ډلې تر اوسه پورې دا غوښتنې له پامه غورځولې دي.

د ملګرو ملتونو یوه سروې ښیي چې د افغانستان ۹۲ سلنه وګړي فکر کوي چې نجونې باید زده کړې وکړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه