د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان د حاکمیت درناوی کوو

اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د افغانستان پر خاوره د هوایي بریدونو اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې پاکستان د افغانستان د حاکمیت درناوی کوي.

د طالبانو د دفاع وزارت وايي، چې پاکستان د پنجشنبې په شپه د لومړي ځل لپاره د کابل هوايي حریم نقض کړ او په پکتیکا ولایت کې یې هم یو بازار بمبار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې بریدونو له منلو پرته ویلي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د قانون پلي کونکي ادارې په سرحدي سیمو کې هدفمند عملیات ترسره کوي ترڅو خپل اتباع د ترهګریزو ګواښونو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان له ګواښونو څخه څخه خوندي کړي.

شفقت علي خان ویلي: «دا عملیات د باور وړ او عملي اطلاعاتو پراساس پلان شوي او په احتیاط سره ترسره کېږي.»

هغه زیاته کړې چې پاکستان د افغانستان د حاکمیت درناوی کوي او د خبرو اترو د پیاوړتیا لپاره خپلې ژمنې ته دوام ورکوي او د ترهګرۍ د ګډو ننګونو د حل لپاره د خپل ګاونډي سره کار کولو ته ژمن دی.

د شفقت علي خان په وینا: «پاکستان تل په افغانستان کې د ترهګرو د خوندي ځایونو او پټنځایونو له دوامداره ګواښونو سره سره ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړی. موږ له افغان چارواکو څخه غوښتنه کوو چې ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی خاوره د پاکستان پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي.»

دې پاکستاني چارواکي ټینګار کړی، چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په څیر ډلې د سیمې سولې او ثبات لپاره ګډ ګواښ دی او د دوی د ناوړه نفوذ سره د مبارزې لپاره ګډ اقدام اړین دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هند سره د طالبانو د اړیکو په اړه د خپل هیواد د دریځ په اړه ویلي، چې دا یادو هیوادونو پورې اړه لري.

هغه ویلي: «موږ سیمه ییز پرمختګونه تعقیبوو او زموږ غوښتنه له افغانستان څخه دا ده چې اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې وکارول شي.»

پاکستاني چارواکي وايي، چې پاکستاني وسله وال په افغان خاوره کې میشت دي او د دوی د حکومت پر وړاندې جنګېږي.

د پاکستان د پوځ یوه ویاند پرون ادعا وکړه، چې هند له افغانستان څخه د پاکستان دننه د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره د اډې په توګه ګټه پورته کوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه