اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ وسلواله نښته پیل شوې.
یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې دا نښته نن (شنبه، ۱۹ د تلې) ماخوستن شاوخوا اووه بجې د ناړۍ ولسوالۍ په «دوکلام» سیمه کې پیل شوې.
سرچینې ویلي، دواړه لوري پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي؛ خو تر اوسه د یادې نښتې له امله د اوښتې احتمالي مرګ ژوبلې او زیان جزیات نه دې ورکړل شوي.
سرچینه زیاتوي چې دا نښته د پاکستاني پوځیانو له لوري د تخریب شوي اغزن تار د رغولو پر سر را منځته شوې.
ختیځ کې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو په یوه اعلامیه کې تایید کړې چې په ننګرهار او کونړ کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستو یې بریدونه پیل کړي او نښتې روانې دي.
دې قول اردو ویلي، دا جګړه یې پر کابل د پاکستاني جیټ الوتکو د برید په ځواب کې پیل کړې.
دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې هم د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام سیمه کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ وسلواله نښته شوې وه چې له امله یې یو طالب مړ او څو نور ټپیان شوي وو.
