افغان کریکیټ لوبډلې په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې بنګلدېش ته ماتې ورکړه

اطلاعات روز: د افغانستان او بنګلدېش د کریکیټ د ملي لوبډلو تر منځ په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې افغانستان وکولای شول چې بنګلدېش ته په ۸۱ منډو ماتې ورکړې او په دې توګه د درو لوبو دا لړۍ هم وګټي.

دا لوبه چې نن (شنبه، ۱۹ د تلې) په ابوظبۍ میدان کې ترسره شوه، افغانستان پکې لومړی په توپ وهنې کولو سره وکولای شول له پنځوسو اورونو یوازې ۴۵ ولوبوي او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې مقابلې لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۹۵ منډې وکړې.

بنګلدیشۍ لوبډله د لوبې په نهه ویشتم اور کې ټوله پر ۱۰۹ منډو وسوځېده او د افغانستان له لوري راشد خان د مقابلې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول.

د یادونې وړ ده چې افغانستان تر دې وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې هم بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه او ټاکل شوې ده چې دواړه لوري د وروستۍ یو ورځنۍ لوبې لپاره د راروانې سې‌شنبې په ورځ مخامخ شي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه