د طالبانو له بریدونو ورورسته د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې لارې وتړل شوې

Photo: Social media

اطلاعات روز: د طالبانو سیمه ییز چارواکي او ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې لارې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، چې پاکستاني لوري نن سهار (یکشنبه، ٢٠  د تلې) د تورخم دروازه د ترانزیټ، مسافرو، ناروغانو او کډوالو پرمخ تړلې ده.

د هغه په خبره، پاکستاني پوځیانو د تورخم دروازه د تېرې شپې بریدونو په غبرګون کې تړلې ده.

په همدې حال کې ځایي سرچینې وایي، تورخم کې وضعیت ترینګلی دی او دواړه لوري یو بل ته د جګړې په موخه ګوته په ماشه دي او د بیا ځلي جګړې احتمال شته دی.

سرچینه زیاتوي، چې تورخم ته د طالبانو تازه دمي ځواکونه او زغروال ټانګونه هم رسېدلي دي.

په همدې حال کې یوې ځایي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې پاکستاني لوري د کندهار سپن بولدک دروازه او هلمند کې د بهرامچې لار هم تړلي دي.

سرچینه زیاتوي، چې یادې لارې د نن سهار راهیسې تړل شوي او تر اوسه نه دي پرانیستل شوي.

د معلوماتو له مخې د تورخم او سپن بولدک دروازو دواړو لوریو ته سلګونه مسافر، ناروغان او لسګونه بار وړونکي موټر بند پاتې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه