ننګرهار کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د احتمالي جګړې له ډاره لسګونه کورنۍ بېځایه شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د اچین، دوربابا، ګوشتې، مومندرې او لعلپورې ولسوالیو څخه یو شمېر سرچینو اطلاعات روز ته وویل، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تازه پیل شویو جګړو له امله لسګونه کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوې دي.

د دوربابا ولسوالۍ د «ماشین ناو» اوسېدونکی محمد ظاهر وایي، د پاکستاني ځواکونو له لوري یې کورونه په نښه شوي چې له امله یې د خپلو کورونو او سیمو پرېښودو ته اړ شوي.

د هغه په خبره جګړه له وړمې شپې راهیسې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پیل شوې او په وقفه یي ډول پر یو بل د درونو وسلو بریدونه کوي، چې د پاکستان له لوري د راکېټي بریدونو له امله خلک له خپلو اصلي مېنو نورو خوندي سیمو ته کډه شوي دي.

محمد ظاهر زیاتوي: «دوه ورځې پوره کېږي چې جګړه په وقفه یي ډول لاهم روانه ده، د پاکستان له لوري چې کوم بریدونه کېږي مرمۍ د ملکي وګړو پر کورونو لګېږي چې له امله یې خلک مجبوره شوي نورو سیمو ته کډه شي، زمونږ په ساحه کې د پاکستان د بریدونو له امله څاوري له منځه تللي او هم ځېنې کورونه په راکېټونو لګېدلي او تخریب شوي دي.»

د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی منور شاه چې له خپلې شپږ کسېزې کورنۍ سره د بهسودو ولسوالۍ اړوند «کابل کمپ» سیمې ته راکډه شوی، وایي د پاکستاني پوځیانو د بریدونو له امله یې کورونه او دوکانونه په نښه شوي او دوی ته درانه مالي زیانونه رسېدلي چې په دلیل یې د کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

منورشاه وویل: «پاکستان پوځیان د جګړې پر مهال ملکي وګړو کورونه په نښه کوي او همدا لامل دی، هغه سیمې چې ډيورنډ ته څېرمه دي زیاتره اوسېدونکي یي د جګړې له مله بېځایه شوي؛ زمونږ ټول کورونه ډک رانه پاتې شول اوس دلته په یو کنډواله کور کې اوسېږم غوښتنه کوم چې باید دا جګړه ودرول شي او هم له مونږ سره مرسته ترسره شي ځکه د خوراک او څښاک لپاره څه نه لرو.»

نوموړی پر طالبانو هم نیوکه کوي چې په ناڅاپي ډول یې جګړه پیل کړې او له وړاندې یې ځایي خلکو ته د ځان خوندیتوب په اړه څه نه دي ویلي.

یو شمېر نورو هغو کورنیو چې په دې نښتو کې زیانمنې شوي، وایي، پاکستاني پوځیان وخت ناوخت په یوه او بله پلمه د ملکي خلکو کورونه او کاروباري ځایونه په نښه کوي.

د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکی  نصرالله وایي، چې د طالبانو تازه دمي ځواکونه او زغروال ټانګونه سیمې ته د پاکستاني پوځیانو ضد جکړې په موخه زغروال ټانګونه ورسېدلي دي.

نصرالله زیاتوي: «طالبانو او پاکستان ته په کار ده چې د جګړې پر مهال دې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي او دغه راز طالبان دې له وړاندې هم ځایي خلکو ته یو خبر ورکړي چې حد اقل ځانونه خو خوندي سیمو ته وباسي په جنګ کې خو اسونه نه تیارېږي نو د جګړې پر مهال خو بیا ملکي وګړي خوندي ځای ته نه شي تللی بیا هم غوښتنه کوو چې جګړه دې ودرېږي.»

په همدې حال کې د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست طالب مسوولان وایي، هغه کورنۍ چې د جګړې له امله بېځایه شوې دوی یې له ځېنو سره لومړنۍ مرستې ترسره کړې دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کډوالو چارو رییس بازمحمد عبدالرحمن وایي، د جګړې له امله بېځایه شوې کورنۍ په محدود شمېر دي او دوی هڅه کوي بشري مرستې ور ورسوي.

عبدالرحمن زیاتوي: «یو شمېر کورنۍ له ګوشتې، لعلپورې، دوربابا او اچین ولسوالیو د جګړې له امله ځینو نورو سیمو ته بېځایه شوې او مونږ د دوی سروې هم پیل کړې او دوی سره به له سروې وروسته خوراکي، نغدي او د نورو اړینو توکو مرستې ترسره شي او له جګړې درېدو وروسته به خپلو سیمو ته بېرته انتقال شي.»

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د طالب سرتیرو په بریدونو کې  ۵۸ پاکستاني نظامیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان او دغه راز په دې جګړه کې ۹ طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د مجاهد په خبره دغه بریدونو کې د پاکستاني پوځ ۲۵ پوستې هم نیول شوي او د هغوی ګڼ شمېر پوځي مهمات د دوی لاس ته ورغلي. د هغه په وینا، ډیورنډ فرضي کرښه کې هم وضعیت تر کنټرول لاندې دی او دفاع وزارت له امکاناتو کار اخلي، ترڅو د ټولو پولو پوښښ لا پیاوړی کړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه