اطلاعات روز: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او پاکستان جګړې ته په اشارې سره ویلي، چې هغه د جګړو په حل کې ښه دی.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ، له واشنګټن څخه د اسراییل پر لور د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل، چې د غزې جګړه اتمه جګړه ده چې هغه یې پای ته رسوي.
د امریکا ولسمشر وویل: «دا به اتمه جګړه وي چې زه یې حل کوم، او ما اورېدلي چې اوس د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه روانه ده. ما وویل، باید تر هغه انتظار وکړم څو زه بېرته راشم. زه بله جګړه هم حل کوم، ځکه زه د جګړو په حل کولو کې ښه یم. زه د سولې په ټینګولو کې ښه یم او پرې ویاړم.»
د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښته د شنبې په شپه پیل شوه. طالبانو اعلان وکړ چې د تېرې اونۍ د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې، چې پر کابل او پکتیکا ترسره شوي وو، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د پاکستاني پوځیانو پر ضد غچ اخیستونکو بریدونه کړي دي.
طالبانو په دې جګړه کې د خپلو نهو ځواکونو مړینه تایید کړې او د پاکستان پوځ هم منلې چې د دوی ۲۳ سرتیري وژل شوي دي. خو طالبانو بیا ادعا کړې چې له دې ډلې سره په جګړه کې د پاکستان ۵۸ سرتېري وژل شوي دي. خو د پاکستان پوځ بیا ادعا کوي، چې د طالبانو ۲۰۰ غړي او له دې ډلې سره تړلي جنګیالي یې وژلي دي.
