د پاکستان پوځ له طالبانو سره په جګړه کې د خپلو ۲۳ سرتېرو وژل کېدل تایید کړل

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې له طالبانو سره یې پر پوله په په نښته کې ۲۳ سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې چې نن (یکشنبه، ۲۰ د تلې) خپره شوې، راغلي چې د دې هیواد ۲۹ نور سرتېري ژوبل شوي هم دي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په دې نښته کې د طالبانو او «له ترهګرو ډلو سره تړلي» تر ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي او «ګڼ شمېر» نور یې ژوبل شوي دي.

یو څو ساعتونه وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ادعا کړې وه چې په دې بریدونو کې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي دي.

ده همدا راز ویلي و چې په دې نښتو کې نهه طالبان هم وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې په خپلو بریدونو کې یې د طالبانو ګڼ ځایونه ویجاړ کړي، د افغانستان لور ته یې ۲۱ پوستې د لنډ مهال لپاره نیولې او «څو هغه مرکزونه یې هم ویجاړ کړي دي چې د پاکستان پر خلاف د بریدونو لپاره کارول کېدل.»

بل لور ته د طالبانو ویاند هم ادعا کړې چې د دې ډلې ځواکونو پاکستاني اړخ ته ۲۵ پوستې نیولې وې.

طالبانو او پاکستان تېره شپه پر پوله څو ساعته جګړه وکړه.

د طالبانو دفاع وزارت اعلان وکړ چې دا بریدونه یې د پاکستان له لوري د افغانستان د هوایي حریم د نقض په مقابل کې ترسره کړي دي.

مګر د پاکستان پوځ طالبان تورن کړي دي چې د هند په ملاتړ د ترهګرو ډلو حمایت کوي او که دې ملاتړ ته دوام ورکړي «د پاکستان دولت او وګړي به تر هغو ارام نشي چې له افغانستانه دا راپیداکېدونکی تهدید ختم نه کړي.»

د طالبانو او پاکستان تر منځ بریدونو ګڼ غبرګونونه هم راپارولي دي.

ګاونډیو او د سیمې هیوادونو په دې تړاو اندیښنه ښوولې او له دواړو لورو یې غوښتي چې زغم وکړي او اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه