د پاکستان د خیبرپښتونخوا د ایالتي وزیر علي امین ګنډاپور تر استعفا وروسته پر یاد ایالت د تحریک انصاف ګوند بل غړی سهیل افریدي د دې ایالت د نوي وزیر اعلی په توګه ټاکل شوی دی.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې نن (دوشنبه، ۲۱ د تلې) د خیبرپښتونخوا ایالت په ایالتي پارلمان کې له ۱۴۵ رایو څخه ۹۰ رایې وړې دي. نوموړي د بریا لپاره حد اقل ۷۳ رایو ته اړتیا درلوده.
د نوموړي په مقابل کې درې نور نوماندان هم وو، خو هغوی هیڅ رایه نه ده وړې او له دې سره-سره مخالفو ګوندونو د رایې اچونې پر دې بهیر نیوکې درلودې او د اعتراض په توګه له ایالتي پارلمان څخه وتلي وو او پرېکون یې کړی و.
پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د تحریک انصاف ګوند مشر او بنسټګر له علي امین ګنډاپور څخه د استعفا غوښتنه کړې وه چې تر دې وروسته نوموړي استعفا وکړه او عمران خان سهیل افریدي د دې دندې لپاره نومولی و.
سهیل افریدي په خیبرپښتونخوا کې د واکمن ګوند تحریک انصاف یو له ځوانو رهبرانو څخه دی او نوموړی د ۲۰۱۵ کال پر مهال د سیاست ډګر ته راوتلی او د ۲۰۲۴ کال پر مهال د ایالتي پارلمان د غړي په توګه انتخاب شوی و.
 
					 
							
 
			 
			 
		 
		 
		 
		 
		 
		 
		 
		 
		