اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې تېره شپه د دې ډلې ځواکونو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو «نظامي عملیات» ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې د دغه هیواد ۵۸ نظامیان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي. خو پاکستان بیا وایي، چې د طالبانو یادو بریدونو ته یې سخت ځواب ورکړی دی.
مجاهد زیاتوي، چې طالب ځواکونو دغه راز د پاکستاني پوځیانو د ۲۰ څخه زیاتې پوستې هم تر خپل کنټرول راوستي او وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.
د طالبانو د ویاند په وینا، چې د دوی (طالبان) له لوري تر اوسه پورې نهه تنه وژل شوي او شاوخوا له ۱۶ تر ۱۸ پورې نور ژوبل شوي دي.
د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې، چې په نیمه شپه کې یې د قطر او سعودي د غوښتنو پر اساس جګړه درولې، خو په خبره یې چې نن سهار بیا هم د پاکستان له لوري د دوی پر پوستو بریدونه شوي دي.
دغه راز د طالبانو دفاع وزارت بیا ویلي، چې د پاکستان پر وړاندې د دې ډلې «بریدونه» تیره شپه (شنبه، ۱۹ د تلې) شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې پای ته رسیدلي دي.
د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې دوی «د پاکستان د پوځ له لوري په مکرر ډول د افغانستان د حریم د نقضولو او د افغانستان په خاوره د هوایي برید په ځواب کي د ډیورنډ کرښي په اوږدو کي د پاکستاني امنیتي ځواکونو په مراکزو انتقامي عملیات» ترسره کړي دي.
دې وزارت په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا بریدونه «د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په مراکزو» ترسره شوي او «بریالي» وو.
د طالبانو دفاع وزارت ټینګار کړی چې که پاکستان بیا د افغانستان حریم څخه سرغړونه وکړي، نو دوی به کلک ځواب ورکړي.
بلخوا پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز د امنیتي سرچینو په حواله ادعا کړې، چې د شنبې په لومړیو کې د پاکستان پوځ وروسته له هغه چټک غبرګون وښود، چې د طالبانو ځواکونو د کرښې له څو خواوو ډزې وکړې. راپور کې راغلي چې پاکستاني پوځیانو د طالبانو څو پوستې لهمنځه وړي، ۱۹ پوستې یې نیولي او د طالبانو ځواکونو ته یې درانه تلفات اړولي دي.
سرچینو جیو نیوز ته ویلي، چې د طالبانو ځواکونو د فرضي کرښې په څو سیمو، لکه انګور اډه، باجوړ او کورمه کې بېدلیله ډزې وکړې، په داسې حال کې چې په دیر، چترال، بهرامچه او نورو سیمو کې هم د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.
جیون نیوز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې د افغانستان د ځواکونو د ډزو موخه دا وه چې د «خوارجو» ډلو ته د کرښې له لارې اجازه ورکړي چې پاکستان ته داخلی شي.
د پاکستان دولتي رسنۍ «پيټيوي» هم نن سهار راپور ورکړی چې د پاکستان پوځ د طالبانو برید ته پراخ پوځي غبرګون ښودلی او د دې ډلې برید ته یې کلک ځواب ورکړی دی.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، پاکستان په بریالیتوب سره د طالبانو د ځواکونو پر قرارګاه، چې د منوجه په کمپ کې موقعیت لري، برید کړی دی.
د پاکستان دولتي تلویزیون راپور ورکړی، چې امنیتي سرچینو خبر ورکړی چې په منوجه کمپ کې لسګونه طالب سرتیري او بهرنيان وژل شوي دي.
دې رسنۍ ایکس کې د هوایی برید انځورونه هم خپاره کړي دي.
دا ترینګلتیا وروسته له هغه رامنځته شوې چې پاکستان پر کابل او پکتیکا ولایت هوایي بریدونه وکړل. پاکستان تر اوسه د دې بریدونو رسمي مسوولیت نه دی منلی، خو د طالبانو دفاع وزارت دغه هیواد مسوول بللی دی.
