شهباز شریف د طالبانو بریدونو ته د پاکستاني پوځ د ځواب ورکولو ستاینه وکړه

اطلاعات روز: د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د طالبانو د بریدونو په غندلو سره د خپل هېواد د پوځ له لوري دې بریدونو ته د «اغېزمن او مناسب» ځواب ورکولو ستاینه کړې ده.

شهباز شریف ویلي، چې «د پاکستان په دفاع کې به هیڅ ډول غفلت ونه شي» او هر ډول حرکت ته به مناسب او اغیزمن ځواب ورکړل شي.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې د یو لړ عناصرو له ملاتړ څخه برخمنې دي او هیواد یې طالبانو ته د دې ډلو په اړه معلومات ورکړي دي.

هغه ویلي، له طالبانو څخه تمه کېږي چې ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم د طالبانو له لوري ډیورنډ کرښه کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونو غندلي او ویلي یې دي چې پاکستان به د خپل ملي حاکمیت په دفاع کې غفلت ونه کړي.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان یو باثباته او سوکاله افغانستان غواړي او تمه لري چې کابل به د تحریک طالبان پاکستان او بلوچ وسله والو په څیر ډلو ته اجازه ورنه کړي چې خپله خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.

طالبان وایي، چې دوی تېره شپه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړي دي.

دې ډلې ویلي، چې دا بریدونه د پاکستان له خوا د افغانستان له حریم څخه د سرغړونې او په کابل او پکتیکا کې د هوایي بریدونو په ځواب کې شوي دي.

پاکستان تر اوسه په رسمي ډول د کابل او پکتیکا د بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

د تېرې شپې له نښتو وروسته، د دواړو خواوو ترمنځ ترینګلتیا زیات شوې او له پاکستان سره پر کرښه ټولې لارې تړل شوې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه