اطلاعات روز: په هلمند او کندهار ولایتونو کې ځایي سرچینې ادعا کوي، چې تېره ورځ د پاکستانۍ بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ طالب ځواکونه وژل شوي دي.
یو شمیر باوري سرچینو نن (دوشنبه، ۲۱ د تلې) اطلاعات روز ته وویل، چې دا بریدونه د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ او د هلمند بهرامچې ولسوالۍ کې فرضي کرښې ته څیرمه سیمو کې ترسره شوي دي.
د سرچینو د ادعا له مخې، سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو په یو کنډک باندې د پاکستانۍ بېپیلوټه الوتکو د برید له امله ۱۱ طالبان چې نهه تنه یې د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ اوسیدونکي وو وژل شوي او جسدونه یې دغلته د بُست ولایتي روغتون ته ور وړل شوي دي. خو د دوو نورو کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي په ډاګه شوي.
په وژل شویو کسانو کې د طالبانو یو سیمهییز قومندان حاجي نصرت هم شامل دی چې د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکی و او د ده په ګډون د ۸ نورو وژل شویو طالب ځواکونو جسدونه هم موسیکلا ته انتقال شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې په ورته مهال د هلمند بهرامچې ولسوالۍ کې د پاکستانۍ الوتکو په بریدونو کې ۸ طالبان وژل شوي دي. د دغو کسانو جسدونه بیا د نادعلي، سنګین او نهرسراج ولسوالیو ته انتقال شوي دي.
تر اوسه د طالبانو حکومتي چارواکو او پاکستاني لوري د دغو بریدونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
ځايي سرچینې وايي بریدونه د پاکستان له لوري د بېپیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوي، خو دغه ادعا تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تایید شوې.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښته د شنبې په شپه پیل شوه. طالبانو اعلان وکړ چې د تېرې اونۍ د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې، چې پر کابل او پکتیکا ترسره شوي وو، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د پاکستاني پوځیانو پر ضد غچ اخیستونکو بریدونه کړي دي.
طالبانو په دې جګړه کې د خپلو نهو ځواکونو مړینه تایید کړې او د پاکستان پوځ هم منلې چې د دوی ۲۳ سرتیري وژل شوي دي. خو طالبانو بیا ادعا کړې چې له دې ډلې سره په جګړه کې د پاکستان ۵۸ سرتېري وژل شوي دي. خو د پاکستان پوځ بیا ادعا کوي، چې د طالبانو ۲۰۰ غړي او له دې ډلې سره تړلي جنګیالي یې وژلي دي.
