طالبانو په لغمان کې شپږ کسان په دُرو وهلي

اطلاعات روز:  لغمان کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د «لواطت» او «غلا» په تور ۶ کسان عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

لغمان کې د طالبانو د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کسان یې تېره ورځ (یکشنبه، ۲۰ د تلې) د مهترلام اړوند د لوبو په یو لوی میدان کې په دُرو وهلي چې نندارې ته یي سلګونه کسان هم راټول شوي وو.

خبرپاڼې زیاته کړې دغه کسان ۳۹-۳۹ دُرې وهل شوي او سربیره پر دې له ۶ میاشتو نیولی بیا تر دوو کلونو پورې د بند په سزا هم محکوم شوي دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغه ډلې په سلګونو ښځې او نارینه په بدني یا جسماني ډول مجازات کړي دي. د بشري حقونو سازمانونو او ملګرو ملتونو له پرله پسې نیوکو او غوښتنو سربیره، طالبانو بیا هم عام محضر کې د خلکو د بدني سزاګانو لړۍ دوامداره ساتلې ده.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه