د روانې تلې میاشتې پر اوومه د مازدیګر له ۴:۰۰ بجو وروسته طالبانو په ناڅاپي ډول په ټول افغانستان کې د مخابراتي شبکو او انټرنېټي خدماتو فعالیتونه د ۴۸ ساعتونو لپاره ودرول. دا پرېکړه چې هېڅ ډول رسمي وضاحت ورسره نه و، د هېواد په کچه یې میلیونونه خلک اندېښمن کړل او له امله یې نه يوازې د خلکو ورځني فعالیتونه ګډوډ شول، بلکې د سوداګرۍ، مالي راکړې ورکړې او اداري چارو په بهیر کې هم جدي خنډونه رامنځته کړل.
د هېواد په سوېل کندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو کې ګڼ شمېر پانګوال وايي، چې د وروستیو بندیزونو له امله یې تولیدي او سوداګریز فعالیتونه فلج شوي او میلیونونه ډالر تاوان یې کړی دی. د دوی په وینا، د انټرنېټ د پرې کېدو له امله د توکو د صادراتو او وارداتو لړۍ ټکنۍ شوې او ډېری سوداګریز قراردادونه له ځنډ او لغوه کېدو سره مخامخ شوي دي. دوی زیاتوي چې اوس ګڼ پانګوال د دې پرېکړې د احتمالي تکرار له امله فکر کوي چې خپلې پانګې نورو هېوادونو ته انتقال کړي.
که څه هم د طالبانو له لوري دا بندیز یوازې د ۴۸ ساعتونو لپاره لګول شوی و، خو اغېزې یې پراخې وې. د افغانستان داخلي بازارونه، چې له وړاندې هم د بېثباتۍ له حالت سره مخ وو، په بشپړ ډول ګډوډ شوي، د پانګې ایستلو بهیر په بېساري توګه زیات شوی او د خصوصي سکتور پر باور یې سخت منفي اغېز کړی دی.
د کندهار صنعتي پارک یو پانګوال چې د امنیتي ستونزو له کبله د نوم له اخیستلو ډډه کوي، وایي چې د کندهار صنعتي پارک شاوخوا ۷۰ سلنه سوداګریزې چارې د انټرنېټ له لارې ترسره کېږي، خو کله چې انترنېټ پرې شوی و، د ټولو تولیدي شرکتونو چارې د ساعتونو لپاره درېدلې وي.
دغه پانګوال د ورستیو بندیزونو په اړه اطلاعات روز ته وویل: «موږ د داخلي او نړیوالو مشتریانو سره د انلاین قراردادونو له مخي کار کوو، د انټرنېټ بندېدو له امله په دې څو ورځو کې زموږ ټول قراردادونه معطل شول او موږ ته د شاوخوا ۵۰۰ زره ډالرو زیان واوښت، اوس زموږ ډېری همکاران دې ته مجبور شوي چې خپلې پانګې پاکستان یا بل هیواد ته انتقال کړي.»
د کندهار صنعتي پارک کې د پنبې د یوې تولیدي تصدۍ کارکوونکۍ لعل محمد وایي، چې د انټرنېټي خدماتو پرې کېدل یوازې د اړیکو او کارونو د ځنډ سبب نه دي ګرځیدلي، بلکې د مشتریانو، عرضه کوونکو او بانکي سیستم ترمنځ ټولې اړیکې یې پرې کړې دي.
نوموړي وویل: «موږ له وړاندې د برېښنا، اوبو او سړکونو د خراب وضعیت له امله له ستونزو سره مخ وو، اوس د انټرنېټي بندیزونو له کبله زموږ کاروبار په ټپه درېدلی دی، موږ د میلیونو افغانیو کاروبار لرو چې د انټرنېټ پرته ناممکنه دی، اوسنی وضعیت زموږ د کاروبارونو په زیان دی او که حالت دغسې دوام وکړي، مجبوره کېږو چې خپلې فابریکې پاکستان، ایران یا متحده عربي اماراتو ته انتقال کړو.»
د کندهار د يو ساختماني شرکت مشر او سوداګر چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې، وايي چې د ده په ګډون ټول سوداګر او پانګوال هڅه کوي چې په يو ډول د افغانستان څخه خپله پانګه چين، هند، دوبۍ او پاکستان هېوادونو ته انتقال کړي.
د سيدمحمود کندهاري په نوم دغه سوداګر وايي، چې په افغانستان کې د انټرنېټ پر فعاليت ۴۸ ساعته بنديز لسګونه زره افغانۍ زيان اړولی او د هغې ورځې څخه يې پريکړه کړې چې نور به د افغانستان څخه خپله پانګه چين هېواد ته ولیږدوي.
دی زیاتوي، چې د ده په څير د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو تجاران خپله شمتني د هیواد څخه باسي او فکر کوي چې افغانستان به راتلونکي کې د يوه لويي پيښې شاهد وي.
هغه وايي، چې د انټرنېټې خدمتونو بندېدو هر کاروباوري او تجار د افغانستان پر حالاتو بې باوره کړي او هيڅوک نه پوهيږي چې سبا به څه پيښ شي.
نوموړی وويل: «د انټرنېټ دوه ورځني بندېدو ماته لسګونه زره افغانۍ زیان راواړوه، له هماغې ورځې مې پرېکړه وکړه چې خپله سرمایه چین ته ولېږدم زه او ډېر نور تجاران هڅه کوو خپلې شتمنۍ له افغانستان وباسو، ځکه د اوسنیو حالاتو له کبله هېڅوک باور نه لري چې سبا به څه پېښېږي.»

ورته مهال د کندهار صرافۍ مارکېټ کې يو شمير صرافان وايي، د انټرنېټ بندیدو سره د دوی ټول فعالیتونه ولاړ وو او نه پوهیدل چې څه وکړي.
د کندهار صرافۍ مارکېټ کې يو تن صراف حاجي حبیب الله (مستعار) وايي، چې د انترنېټ دوه ورځني بندیز وروسته په دغه مارکېټ کې مالي بحران رامنځته شوی او هره ورځ خلک راځي او د صرافۍ له دوکانونو څخه خپلې پیسې باسي.
دی زياتوي چې د تيرې يوې اوونۍ په موده کې یو شمیر د صرافۍ دوکانونه سقوط شوي او لسګونه نور داسې دوکانونه هم شته چې سقوط ته نږدې دي.
هغه وویل: «زموږ سره په صرافيو کې د عامو خلکو او تجارانو پیسې شته او دلته ټول کاروبار په همدغه پیسو روان دی، هغه وخت چې انټرنېټ بند شو د خلکو ترمنځ بې باوري رامنځته شوه، هره ورځ خلک راځي د صرافيو څخه خپلې پیسې باسي ځکه ويره لري که بیاځلي انټرنيټي خدمتونه بند شي دوی به څه کوي، ځکه تر اوسه لا روښانه شوې هم نه ده چې ولې مخابراتي خدمتونه بند شول خلک د سياسي وضعيت څخه ويره لري او هيڅوک نه پوهيږي چې افغانستان په کوم لوري روان دی.»
کندهار کې د میرویس (مستعار) په نوم يو پانګوال چې د انلاين بازار لپاره يې په کندهار، هلمند، زابل، ارزګان او نيمروز ولايتونو کې ګدامونه جوړ کړي، وايي چې د انټرنېټ بنديدو راهیسې یې د انلاين سيستمونو په ګډون ګدامونه تړلي او هيڅ باور نه لري چې بیاځلي دلته خپل کاروبار ته دوام ورکړي.
هغه زياتوي، چې لسګونه کسانو ورسره په دغه انلاين کاروبارو کې کار کاوه چې اوس ټول په کور کې ناست دي او خپله پلان لري څو خپل مالونه او ټول سيستم ايران ته انتقال کړي.
میرویس وویل:«ما د افغانستان په څو ولايتونو کې د انلاين سوداګرۍ لپاره ذخيرې جوړې کړې، يو نيم کال کېږي چې زما کار ښه روان و او ډير کسان راسره پر کار وو، خو اوس چې انټرنېټ په افغانستان کې بند شو او بیاځلي فعاله شو ما تر اوسه د خپل کار د بیا فعاليت لپاره هيڅ پلان نه دی جوړ کړی، زه غواړم خپل ټول مالونه او سيستم ايران ته وليږدوم، د دې پر ځای چې حکومت زما ملاتړ وکړي نورې ستونزې هم راته جوړوي تاسو به وګورئ چې زه دغه سيستم هلته انتقال کړم د حکومت په ګډون څومره ادارې به زما کلک ملاتړ وکړي.»
همدارنګه د کندهار ښار په عېنو مېنه کې د یوې انلاین اکاډمۍ مالک رحمت الله پوپل (مستعار) چې څه باندې درې لکه ډالر یې پانګونه کړې او سلګونه کسان ورسره په کار بوخت دي، د انټرنېټ بندیدو په اړه وویل: «موږ د نوري فایبر له لارې خپلو زده کوونکو ته انلاین تدریس ورکوه، اوس چې انټرنېټ بند شوی، نه یوازې درسونه مو ګډوډ شوي، بلکې هره ورځ موږ ته په زرګونه افغانۍ تاوان رسیږي ځکه د سیمکارټونو د انټرنېټ یوازې د یوې ورځې د تدریس مصرف ۸۰۰۰ افغانۍ راغلی، اوس چې نور نوري فایبر خدمات نشته مجبوره یو چې خپل انلاین اکاډمي چې زموږ سره څه باندې ۳۰۰ صنفونه دي او تر ۲۵۰ ډیر کسان پر کار دي پاکستان ته انتقال کړم.»
نوموړی وايي، د پاکستان په پرتله په افغانستان کې د انټرنېټ لګښت څو چنده لوړ دی او سرعت یې خورا ټیټ دی، نو ځکه غواړي خپله پانګه پاکستان ته انتقال کړي.
دی زیاتوي، چې اوس یې په عملي ډول کاروبار فلج شوی او شاګردان یې د دوامداره بندیزونو له کبله له درسونو پاتې دي.
د کندهار صنعتي پارک یو مسوول حاجي ناصر خان (مستعار) بیا وایي، که دا لړۍ دوام وکړي، د کندهار اقتصادي بنسټونه به په بشپړ ډول له منځه لاړ شي او زرګونه کسان به نور هم بېکاره شي.
نوموړي اطلاعات روز ته وویل: «موږ په کندهار کې د مخابراتو د ریاست سره څو ځله خبرې کړې دي چې لږ تر لږه په صنعتي پارک او ګمرک کې د نوري فایبر د انټرنېټي خدماتو فعالیت ته اجازه ورکړي ځکه زموږ ټول سیستم په هغه جوړ دی، خو هغوی ویل چې دا د شیخ صاحب امر دی او په ټول هیواد کې بند شوی، له بده مرغه د دې وضعیت له امله د کندهار له صنعتي پارک څخه لږ تر لږه ۴۰ سلنه پانګوال غواړي خپلې پانګې بهر ته انتقال کړي او نور یې هم په تلاش کې دي ځکه دلته پنځه فیصده خدمات هم د پانګوالو لپاره نشته.
د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې یو استازی نورګل (مستعار) هم وایي، چې د انټرنېټي خدماتو بندېدل یوازې د پانګوالو لپاره نه، بلکې د کندهار د اقتصادي راتلونکي لپاره هم یو جدي ګواښ دی.
هغه وویل: «انټرنېټ د نننۍ نړۍ لپاره لکه د ساه اخیستلو اهمیت لري، که دا خدمات د څو ساعتونو لپاره بندېږي، نه یوازې پانګوال مالي زیان ویني، بلکې ټول سوداګریز چاپېریال له ستونزو سره مخ کېږي، که د طالبانو حکومت په دې برخه کې واضح تګلاره ونه لري، د بهرنیو پانګو راجلبول خو لېري پریږده دغه داخلي پانګوال د لاسه ورکوي او خلک خپلې سرمایې د هیواد څخه باسي.»
نوموړی زیاتوي چې د ګاونډیو هیوادونو په شمول ترکیه، عربي امارات، قطر او یو شمیر نور هیوادونه اماده دي چې افغان پانګوال جذب کړي، چې د هغوی د امکاناتو له کبله په کندهار کې زیات شمیر پانګوال هڅه کوي چې خپلي پانګې له ترکیې ایران یا هم پاکستان ته انتقال کړي.
نورګل وویل: «د پاکستان او ایران څخه رانیولې قطر، ترکیه، عربي امارت زموږ د کندهار پانګوال جذوبي، هغلته یې د برق، سړک، موټر او هره اړتیا ورپوره کړې ده دا ویره نشته چې نن دا بندیز وضع شوی او سبا بل بندیز پسې را روان دی، ترکیه تر څلور لکه ډالره په اندازه پانګوال جذبوي چې څه موده مخکې د کاغذ جوړولو یو تجار د کندهار پر ځای په ترکیه کې د ۸ میلیونو ډالرو په اندازه د کاغذ جوړولو فابریکه جوړه کړه.»
دغه راز د کندهار په ګاونډ هلمند کې هم پانګوال روان وضعیت اغیزمن کړي دي. د لښکرګاه ښار په بولان سیمه کې د رحیمي د پنبې د یوې تصدۍ مالک ګلاب شاه رحیمي وایي، د انټرنېټي خدماتو د بندېدو له امله یې له خپلو مشتریانو سره اړیکې پرې شوي او یوازې د څو ورځو په موده کې یې په زرګونه زره افغانۍ تاوان کړی دی.
هغه زیاتوي: «موږ څه باندې ۱۲۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې، د بریښنا او اوبو د کمښت ترڅنګ اوس انټرنېټي بندیزونو زموږ کاروبار د سختو ستونزو سره مخ کړی دی. اوس هر کاروبار په انټرنېټ ولاړ دی هغه که د مشتریانو سره اړیکه وي که خام مواد وي، که بانګ وي یا بل هر کار وي په انټرنېټ مخته ځي، یوازې په دغه دوو ورځو کې زما څخه د ۱۵ لکو افغانیو قرارداونه د لاسه ووتل چې اوس مال د کندهار په ګمرک کې دغسې پروت دی هغه د پاکستان تجار یې اوس نه غواړي ځکه بل ځای یې سودا کړې وه دا نو دغسې پسې حسابوه چې هر تجار په لکاوو افغانۍ تاوان یوازې په دغه دوو دریو ورځو کې ولیده.»

د کندهار بل ګاونډ زابل کې د یو خصوصي بانک مدير چې د امنيتي ستونزو له امله يې موږ په راپور کې نوم نه دی ذکر کړی، وايي چې تر هغه وروسته چې په افغانستان کې بیاځلي انټرنيټي خدمتونه فعال شوي ډير مشتريان بانک ته ورځي او خپلې بانګې باسي.
هغه زیاتوي، څلور کاله وړاندې چې کله طالبانو پر هیواد ولکه ټینګه کړه د هغه وخت په څير اوس يو ځل بیا بانکونه د سقوط حالت ته رسيدلي او هيڅوک زړه نه ښه کوي چې بانک کې پیسې جمع کړي.
دی زياتوي، چې يوه مياشت وړاندې د بانکونو د اسعارو واردات د صادراتو په پرتله ډير کم وو او هره ورځ دوی د خپلو مشتريانو د پیسو پوره کيدو لپاره د افغانستان بانک څخه پیسې خپلې خزانې ته راوړي.
هغه وویل :«له هغه وروسته چې انټرنېټي خدمتونه بېرته فعال شول، زموږ ډېر مشتريان بانک ته راځي او خپلې زېرمې باسي، اوسنی وضعیت د څلور کاله پخوا د سقوط د وخت په څېر دی، څوک زړه نه ښه کوي چې پیسې په بانک کې پرېږدي موږ هره ورځ اړ یو د افغانستان بانک څخه پیسې راواخلو څو د خپلو مشتریانو غوښتنې پوره کړو.»
د ارزګان يو اوسيدونکي محمدحميد چې بانک ته د خپلو پیسو د ترلاسه کولو لپاره ورغلی وايي، چې يو نيم ميليون افغانۍ يې په بانک کې ساتلي وې، خو په وروستي ځل د انترنېټ بنديدلو سخته انديښمن کړی او د انټرنېټ د بیاځلي خلاصيدو وروسته يې خپلې ټولې پيسې له بانګ څخه ايستلې دي.
هغه وايي، خلک هيڅ نه پوهيږي چې خپلې سرمايې په خاص ډول نغدې پيسې چيرته خوندي کړي، ځکه چې په کورونو کې د خپلو پیسو ساتلو پر وخت د غلو څخه ويريږي او په بانکونو او صرافيو کې د افغانستان د اوسنيو حالاتو څخه په ويره کې دي.
هغه وویل: «یو نیم میلیون افغانۍ مې په بانک کې ایښې وې، خو د انټرنېټ د بندېدو وروسته دومره وډار شوم چې ټولې مې وایستې خلک نه پوهېږي خپلې پیسې چیرته خوندي کړي په کور کې د غلو ویره ده، او په بانکونو کې د بېباورۍ احساس.»
بلخوا د طالبانو له منځه يو شمير سرچينو او مسوولينو اطلاعات روز ته وویل، چې طالبان غواړي د انټرنېټ بنديدو او يا محدويدو سره په افغانستان کې د منکراتو مخه ونيسي؛ هغه څه چې دغه ډله ورته روښانه تعریف نه لري.
سرچينې وايي، چې د طالبانو امربالمعروف،علماوو شورا غړو څو ځله د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته شکايت کړی چې د انټرنېټ په مرسته ځوان نسل منکراتو ته مخه کړې او نوموړي هم د دغه شکايتونو وروسته پلان جوړ کړی چې په افغانستان کې انټرنېټ دومره محدود کړي چې د هر چا ورته لاسرسۍ ونه شي.
خو، د عامو خلکو ترڅنګ خپله د طالبانو په حکومت کې زیات شمیر لوړ پوړي چارواکي د خپل مشر د دغه پريکړې سره مخالفت څرګندوي او نه غواړي چې په افغانستان کې انټرنېټي خدمتونو محدود شي.
که څه هم طالبانو د اکټوبر مياشتې په لومړۍ نيټه بیاځلي انترنیټي خدمتونو ته د فعاليت اجازه ورکړه، خو داځل یې انټرنېټ محدود کړی او خلک یې له کړاو سره مخ کړي دي.
په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو تن کارپوه اسدالله عزیز (مستعار) خبرداری ورکوي، چې د انټرنېټ بندیزونه به نه یوازې د پانګوالو بلکې د هېواد پر اقتصادي راتلونکي هم دروند سیوری وغوړوي.
نوموړي وویل: «افغانستان یو وارداتي هېواد دی او ډېره اړتیا لري چې د خپلو صادراتو او راکړې ورکړې لپاره له بانکي او انټرنیټي سیستمونو ګټه واخلي، د انټرنېټ بندېدل د زرګونو کسانو کارونه له منځه وړي، پانګوال اړ کوي چې خپلې پانګې بهر یوسي ځکه هغلته هر ډول امکانات ورته برابر دي او په کمو پیسو خپل تجارت پیلولای شي چې د دې په پایله کې د هېواد د اقتصادي بنسټونو د نړېدو لامل کېږي.»
په داسې حال کې چې افغانستان له وړاندې د اقتصادي بحران، د بیکارۍ د لوړې کچې او د تولیدي سکتور د کمزورۍ له ستونزو سره مخ دی، د طالبانو لهخوا د مخابراتي شبکو او انټرنیټي خدماتو پرلهپسې بندېدل دا بحران لا پسې ژور کړی دی. افغان پانګوال وایي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، دوی به اړ شي خپلې پانګې نورو هېوادونو ته انتقال کړي.
دغه پانګوال ټینګار کوي، چې طالبان باید ژر تر ژره د انټرنیټي خدماتو د بندېدو ستونزه حل کړي، که نه نو د افغانستان اقتصاد به له نه جبرانېدونکي زیان سره مخ شي.
انټرنټ (Internet) چې د نړۍ د کمپیوټري شبکو یو نړیوال تړلی سیستم دی او د نړۍ میلیونونه کمپیوټرونه، مبایلونه، سرورونه او نور وسایل سره نښلوي، څو د معلوماتو تبادله، اړیکې او خدمات ترسره شي.
د ترلاسه شوه معلوماتو له مخي په ۲۰۲۰ کال کې د وخت د ولسمشر محمداشرف غني د حکم مطابق د افغانستان د سېستمونو ارزيابي شوي وه، چې په افغانستان کې د ۵۳ وزارتونو او لويو ادارو ۵۷۵ سېستمونه درلودل چې له دې جملې څخه ۳۱۶ فعال، ۱۱۹ د کار لاندې، ۱۰۳ د اړتیا سېستمونه او ۳۷ غير فعال ذکر شوي او په دې سېستمونو کې زرګونه بشري قوه مصروفه وه، چې يوازې د ۱۳۹۹ کال د سېستمونو جوړولو بوديجه ۱,۷۸۶,۱۴۳,۸۲۳ (يو مليارد، اوه سوه شپږ اتيا ميلیونه، يو سلو درې څلوېښت زره او اته سوه درويشت) افغانۍ ذکر شوې او هڅه کیده چې په دې برخه کې لا ډیره پانګونه وشي.
خو، اوس داسې ښکاري چې طالبان د دومره زيانونو سره سره لا هم هڅه کوي، چې په افغانستان کې انټرنيټي خدمتونه محدود او ياهم په تدريجي ډول بند کړي.
