اطلاعات روز: کندهار کې سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي، چې د پاکستاني پوځیانو یو ځل بیا پر سپین بولدک ولسوالۍ هاوانونه توغولي چې په پایله کې یې یو تن ملکي وګړی وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
یوې سرچینې وویل، چې پاکستاني لوري دغه بریدونه پرون ماښام (چهارشنبه، ۲۳ د تلې) ۷:۰۰ بجې د سپین بولدک اړوند «شپولې» سیمه باندې تر اوربند وروسته ترسره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو او پاکستاني لوري پرون ماښام ٥:٣٠ بجې اوربند کړی، خو وروسته سرچینو خبر ورکړ چې پاکستان د سپین بولدک ورهاخوا په پکتیا کې هم اوربند مات او بریدونه یې کړې دي.
سرچینې زیاتوي، چې د دې بریدونو له کبله په سپین بولدک یو تن ملکي کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي. په پکتیا کې بیا د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
طالبانو تر اوسه د اوربند ماتېدو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو پرون ماښام وویل، چې د پاکستان په «غوښتنه او ټینګار» له ۵:۳۰ دقیقو څخه د دواړو خواوو تر منځ اوربند نافذ شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې دې ډلې خپلو ټولو ځواکونو ته امر کړی چې «د مازیګر له ۵:۳۰ وروسته تر هغه وخته اوربند مراعت کړي، څو چې برید پرې نه وي شوی».
