یوناما: د طالبانو او پاکستان ترمنځ په نښتو کې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

UNAMA File photo

د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) دفتر وايي چې د طالبانو او پاکستان تر منځ په رامنځته شویو نښتو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي.

یوناما نن ماښام (چهارشنبه، د میزان ۲۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې لا هم د ملکي تلفاتو د دقیق شمېر معلومولو هڅه روانه ده.

یوناما له ټولو خواوو غوښتنه کړې چې د ملکي وګړو د خوندیتوب او د نورو تلفاتو د مخنیوي لپاره باید ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي.

طالبانو او پاکستان دواړو تر وروستیو سرحدي نښتو وروسته اعلان کړی چې د نن ماښام له ۵:۳۰ دقیقو (د افغانستان پر وخت) څخه اوربند اعلان شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دې ډلې خپلو ځواکونو ته امر کړی چې تر هغه وخته اوربند رعایت کړي، «څو څوک تېری ونه کړي».

ده ویلي چې دا اوربند د پاکستان د «غوښتنې او ټینګار» له مخې شوی دی.

خو پاکستاني رسنیو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په وینا ویلي چې دا موقتي اوربند د دواړو لورو په هوکړه شوی او د ۴۸ ساعتونو لپاره به دوام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «په دې موده کې به دواړې خواوې د دې پېچلې خو د خبرو له لارې د حل وړ موضوع د مثبت حل لپاره صادقانه هڅې وکړي.»

د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتې د همدې اونۍ د شنبې په ماښام پیل شوې. طالبانو ویلي وو چې د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه کړي دي.

سره له دې چې طالبانو ویلي وو د شنبې د شپې په ۱۲ بجو یې بریدونه درولي، خو په تېرو څلورو ورځو کې پرله‌پسې او کوچنۍ نښتې روانې وې او نن یې یو ځل بیا شدت وموند.

په دې نښتو کې دواړو لورو ته تلفات اوښتي دي. د جګړې په لومړۍ شپه طالبانو د خپلو نهو سرتېرو او پاکستان د خپلو ۲۳ سرتېرو وژل کېدل تایید کړل.

طالبانو همدارنګه نن سهار اعلان وکړ چې د پاکستان په بریدونو کې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دې نښتو له امله، بېلابېلو هېوادونو له دواړو خواوو غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي او اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه