اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان وایي، چې د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د دیوال نړېدو پېښه کې دوه ماشومان مړه شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي، چې پېښه تېر ماښام (چهارشنبه، ٢٣ د تلې) د شینوارو ولسوالۍ اړوند «۲۶مې ویالې» سیمه کې شوې ده.
د هغه په خبره یاده پېښه د دیوال د زوړوالي له کبله رامنځته شوې او د مړو شویو ماشومانو عمرونه د ٩ او ١١ کلونو ترمنځ دي.
له دې څه موده وړاندې د دغه ولایت په چبرهار ولسوالۍ په «ډاګو»سیمه کې هم په ورته پېښه کې دوه ماشومان مړه او ٧ کسان نور ټپیان شوي وو.
