اطلاعات روز: کونړ کې یو شمېر ځايي سرچینې خبر ورکوي، چې پاکستان د دغه ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ هوايي بریدونه کړي دي.
یوې سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې پاکستان دا بریدونه نن (پنجشنبه، ۲۴ د تلې) سهار شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د سرکاڼو ولسوالۍ په «ګولاپړۍ» سیمه کړي دي.
سرچینو د دغو بریدونو له امله د اوښتو احتمالي زیانونو او مرګ ـ ژوبلې په تړاو معلومات معلومات په ډاګه نه کړل.
تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځايي مسوولینو هم د یادو بریدونو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
پاکستان داسې مهال د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ هوايي برید کړی، چې تېره ورځ طالبانو او پاکستاني لوري پر ۴۸ ساعته اوربند هوکړه کړې وه.
پاکستان تېره اوونۍ پر کابل او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه وکړل چې له هغه دوه ورځې وروسته طالبانو د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې په اتو ولایتونو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه وکړل او ویې ویل چې د دغو بریدونو پر مهال یې ۵۸ پاکستاني ځواکونه وژلي، شاوخوا ۳۰ یې ټپیان کړي او له شلو زیاتې امنیتي پوستې یې نیولي او وېجاړې کړې دي.
خو، پاکستاني پوځ بیا د خپلو ۲۳ پوځیان وژل کېدل او ۹ ټپي کېدل تایید کړل او ادعا یې وکړه چې په متقابلو بریدونو کې یې له دوه سوه زیات طالبان او د هغوی اړوند کسان وژلي دي.
