په کندهار کې روغتيايي سرچينې او طالب چارواکي خبر ورکوي چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې له پاکستاني پوله ساتو سره د طالبانو د تيرې ورځې (چهارشنبه، ۲۳ د تلې) په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰ ته پورته شوی دی.
په سپین بولدک کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس زبیر اغا بي بي سي ته منلې چې په پرونۍ جګړه کې ۴۰ تنه ملکیان وژل شوي دي او تر ۱۷۰ تنو پورې ژوبل دي.
بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) ویلي چې د سپین بولدک په پرونۍ نښته کې ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۶ تنه نور ژوبل دي.
سرچینو د طالبانو د تلفاتو په اړه څه نه دې ویلي مګر داسې معلومات تر لاسه شوي چې د پرونۍ جګړې له امله نېښ ولسوالۍ ته ۲، معروف ته ۱، سپین بولدک ته ۱ او د ارزګان دهراوود ولسوالۍ ته د طالبانو ۲ جسدونه انتقال شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تر پرونیو نښتو وروسته د طالبانو او پاکستاني اړخ تر منځ د ۴۸ ساعتونو اوربند شوی چې د پرون مازیګر له پنځو بجو راهیسې پلی دی.
