ریچارډ بینټ: په عام محضر کې اعدام د بشري حقونو جدي نقض دی

UNAMA/Fardin Waezi

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بنیټ په بادغیس کې د یوه کس اعدامېدو ته په غبرګون کې ویلي چې په عام محضر کې اعدام د بشري حقونو جدي نقض دی.

ده پر ایکس په یوه پیغام کې ویلي چې «د اعدام مجازات ظالمانه، غیر انساني، سپکوونکی او له دې سره-سره د جرم په مخنیوي کې بې اغېزې دی».

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي یو ځل بیا د اعدام سزا د فوري لغو کېدو غوښتنه کړې.

طالبانو نن (پنجشنبه، ۲۴ د تلې) په قتل یو تورن کس د بادغیس په لوبغالي کې اعدام کړ.

د طالبانو د سترې محکمې په اعلامیه کې د دې کس هویت اسماعیل ښوول شوی او ویلي یې دې چې دې کس د دوست محمد او ګلبرګې په نوم یو سړی او ښځه په جوند ولسوالۍ کې په ډزو وژلي وو.

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې د اسماعیل د اعدام حکم د دې ډلې په درو محکمو کې تایید شوی او د مقتولینو کورنیو ته د بښنې او سولې وړاندیز هم شوی، مګر د دې وړاندیز تر ردېدو وروسته د محکمې د حکم د پلي کېدو امر شوی دی.

واک ته د طالبانو تر بیا ځلې رسېدو وروسته دا یوولسم کس دی چې د دې ډلې له لوري په علني ډول اعدامېږي او په بادغیس کې یې دویم ځل دی.

دې ډلې تر دې وړاندې لس تنه نور په فراه، غزني، لغمان، جوزجان، بادغیس او نیمروز کې هم د سلګونو نندارچیانو مخکې اعدام کړي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه