د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د دایمي اوربند لپاره توپ له طالبانو سره دی.
د جیونیوز پاکستانۍ رسنۍ له راپور سره سم، شریف نن (پنجشنبه، ۲۴ د تلې) د فدرال کابینې په غونډه کې سرحدي شخړو ته په اشارې وویل چې پاکستان چمتو دی چې په افغانستان کې د طالبانو له رژیم سره په معقولو شرایطو مذاکره وکړي.
شهباز شریف ویلي چې طالبانو وروستی برید د هند په لارښوونه کړی دی. دا برید داسې مهال ترسره شو چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په هند کې په سفر کې و.
د پاکستان لومړي وزیر د کابینې په غونډه کې ویلي: «متأسفانه، د ټولو هڅو برخلاف په افغانستان کې [د طالبانو رژیم] سولې ته لومړیتوب نه دی ورکړی او د تېري لار یې نیولې.»
ده ویلي چې پاکستان اړ شوی چې تر وروستیو پېښو وروسته د غچ اخیستنې یو پراخ اقدام وکړي، ځکه چې صبر یې ختم شوی.
د طالبانو او پاکستان تر منځ شخړه د شنبې په شپه پیل شوه. طالبانو اعلان وکړ چې پر کابل او پکتیکا د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې یې د پاکستان پر سرحدي پوستو برید کړی دی.
د دواړو لورو تر منځ د چهارشنبې په شپه او ورځ هم پر سپین بولدک-چمن سخته جګړه روانه وه.
طالبانو پرون مازیګر اعلان وکړ چې د پاکستان په غوښتنه او ټینګار یې اوربند کړی دی.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دا اوربند د طالبانو په غوښتنه شوی او دواړو اړخونو پر ۴۸ ساعتونو هوکړه کړې.
