د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په بادغیس کې د یوه سړي اعدام وغانده

UN photo by Violaine Martin

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په بادغیس کې د طالبانو له لوري د هغه کس اعدام وغانده چې په قتل تورن و.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر په اعلامیه کې ویل شوي چې «علني اعدامونه د نړیوالو حقونو نقض دی او د اعدام سزا د ژوند له اساسي حق سره په ټکر کې ده.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسار له طالبانو غوښتي چې د اعدام سزا د لغو کولو لپاره بېړني اقدامات وکړي.

ده ویلي چې طالبان باید د دې کار لپاره اعدام په بېړنۍ توګه ودروي.

د طالبانو سترې محکمې پرون اعلان وکړ چې یو سړی چې د یوه سړي او ښځې په وژنې تورن وو، د بادغیس د مرکز د قلعه نو په لوبغالي کې پرې د «قصاص حکم» پلی شوی دی.

دا په وروستیو څلورو کلونو کې د طالبانو له لوري یوولسم او په بادغیس کې دویم اعدام دی.

دې ډلې تر دې وړاندې لس تنه نور په فراه، غزني، لغمان، جوزجان، بادغیس او نیمروز کې لس تنه د سلګونو نندارچیانو په شتون کې اعدام کړي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه