نورستان کې د طالبانو ځايي مسوولین خبر ورکوي چې په دې ولایت کې یې د ۲۲۲ مېلیونه افغانیو په ارزښت «بیروج او سنګپر» نومې ګران بیه ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلورلې.
نورستان کې د طالبانو د ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ډبرې یې نن (جمعه، ۲۵ د تلې) د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې پلورلې دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ډبرو د عوایدو له درکه ۲۰ میلیونه او ۷سوه زره افغانۍ د طالبانو د حکومت خزانې ته هم جمع شوې دي.
طالبانو د دې ډبرو د وزن په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي؛ خو په وینا یې دا ګران بیه ډبرې د برګمټال له پچیګرام کانونو څخه ترلاسه شوې وې.
دا په داسې حال کې چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دې ډلې د هېواد په ګوټ-ګوټ کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د کانونو د کیندنې او پېر و پلور لړۍ چټکه کړې ده.
باورونه دا دي چې د طالبانو حکومت له دې لارې د خپل رژیم د عوایدو یو شمېر برخې تمویلوي؛ نو ځکه یې په دې برخه کې خپلې هڅې چټکې کړې دي.
