د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي ژیل برتران ویلي چې د څو اړخیز بهیر او د «بین الافغاني خبرو» پیل په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د اندېښنو د ځوابولو او سولې د راوستلو یوازینۍ حل لاره ده.
د اروپایي اتحایې ځانګړي استازي ویلي چې د فریدون سینیرلي اوغلو له راپور سره سم یې د افغانستان لپاره د دوحې د څو اړخیز بهیر د مخته وړلو په تړاو له طالب چارواکو، یوناما او بهرنیو ډیپلوماټانو سره خبرې کړې دي.
ده ویلي چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو د وضعیت په اړه له طالب چارواکو سره خبرې کړې دي او د ښځو او نجونو د وضعیت او پر اکثریت ټولنیزو، اقتصادي، کلتوري، مدني او سیاسي حقونو د بندیز په تړاو یې خپلې اندېښنې مطرح کړې دي.
ژیل برتران په دې خبري غونډه کې ویلي چې اروپایي اتحادیې له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۱.۸ میلیون یورو چې ۲.۱ میلیون ډالر کېږي، په افغانستان کې مصرف کړي دي.
د ده په وینا، پیسې د بشري مرستو، د بشري اړتیاوو د پوره کولو، د روغتیا او همدا راز د خصوصي برخې د پراختیا او بدیلو معیشتونو په برخه کې لګول شوې دي.
د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي همدا راز ویلي چې د طالبانو غړو ته یې ویلي چې د اروپایي اتحادیې غړو هیوادونو د ۸۳ میلیون یورو په ارزښت د افغانستان لپاره د مرستې یوه نوې بسته تیاره کړې.
ده ویلي چې د دې مرستې موخه د خصوصي سکتور پراختیا، وړو قرضو ته لاسرسی، د پایدارې غذا ملاتړ، د کار موندنه، د ښځو پیاوړتیا او روغتیا او ده کړو ته لاسرسی دی.
ژیل برتران د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستۍ شخړې ته هم اشاره کړې او له دواړو لورو یې د زغم او اوربند ته د ژمنتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دې چې اختلافات باید د خبرو له لارې حل شي.
ده همدا راز د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز په شمول په افغانستان کې د بشري حقونو پر فعالتونو د طالبانو پر بندیزونو نیوکه کړې او ویلي یې دې چې دا بندیزونه د مرستو بهیر اغېزمنوي او باید لغو شي.
د اروپایي اتحادیې د ځانګړي استازي په توګه دا افغانستان ته د ژیل برتران لومړنی سفر دی.
ده په پرونۍ خبري غونډه کې وویل چې له ټولو اړخونو سره د تعامل لپاره به په منظمه توګه افغانستان ته سفر کوي.
