الجزیرې د طالبانو د یوه چاراکي له خولې خبر ورکړی دی چې په پکتیکا کې د پاکستان په هوایي برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.
دې رسنۍ ویلي چې په دې برید کې اته تنه نور ټپیان شوي دي.
وړاندې باوري سرچینو اطلاعات روز ته تایید کړې وه چې دا بریدونه نن شپه (جمعه، ۲۵ د تلې) شاوخوا اته بجې په برمل او اورګون ولسوالیو کې وشول.
اطلاعات روز ورځپاڼې ته د طالبانو د ځینو غړو غږیز پیغامونه هم رسېدلي دي چې وایي دا بریدونه د بې پیلوټه الوتکو له لوري ترسره شوي.
په یوه پیغام کې وایي چې لږ تر لږه څلور یا پنځه ژوبل او یو شمېر نور وژل شوي دي.
د افغانستان ملي ټلویزون چې اوس د طالبانو تر مدیریت لاندې دی، راپور ورکړی چې په دې بریدونو کې د «ولسي خلګو کورونه» په نښه شوي دي.
دې ټلویزون همدا راز خبر ورکړی چې په دې بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي، مګر شمېر یې نه دی ښوولی.
تر اوسه د دې بریدونو د تلفاتو او زیانونو په تړاو نور جزییات نه دې تر لاسه شوي او نه هم طالب چارواکو په رسمي توګه په دې اړه څه ویلي.
دا بریدونه تر هغه دوه نیم ساعته وروسته ترسره کېږي چې یو شمېر رسنیو د طالبانو او پاکستاني چارواکو په وینا وویل چې دواړو اړخونو ۴۸ ساعتیز اوربند تمدید کړی دی.
له راپورونو سره سم، ټاکل شوې ده چې دواړه اړخونه د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره وګوري او د شخړې پر پای ته رسېدو خبرې وکړي.
شونتیا شته چې نن شپه د دواړو لورو تر منځ نښتې بیا پیل شي.
د دواړو اړخونو تر منځ شخړه د تېرې شنبې په شپه پیل شوه او د چهارشنبې په مازیګر د دواړو لورو تر منځ د اوربند په هوکړه سره پای ته ورسېده.
